چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 20

د طالبانو حکومت:د واخان سړک پروژه به د روان کال تر پایه بشپړه شي

د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بدخشان ولایت د فیض‌اباد ښار له مرکز څخه د واخان دهلېز تر لارې د چین تر پولې غځېدونکی مهم سړک په چټکۍ سره د جوړېدو په حال کې دی.

د دغه وزارت په وینا، د ټولټال څه باندې ۱۲۱ کیلومتره اوږد دغه سړک د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت په دوو بېلابېلو پړاوونو کې رغول کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د لومړي پړاو کارونه، چې د واخان له بزهای ګنبد څخه د چین تر سرحدي نقطې پورې نږدې ۵۰ کیلومتره مسیر رانغاړي، بشپړ شوي او دغه برخه تر نړیوالې پولې رسېدلې ده.

همدارنګه د دویم پړاو کارونه، چې د بروغیل له سیمې تر بزهای ګنبد پورې شاوخوا ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د جغل‌اچونې په برخه کې نږدې درې‌څلورمه برخه مخته تللي او پاتې چارې یې روانې دي.

الجزیره:امریکا ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې پر ایران جګړه بېرته پیل کړي

الجزیرې راپور ورکړی، چې امریکا ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې د ایران پر ضد خپل پوځي اقدامات بېرته پيل کړي.

د راپور له مخې، د دوحې د لوړو زده کړو انسټیټیوټ د رسنیو چارو استاد، محمد المصري الجزیرې ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بېلابېلو سخت‌دریځو کړیو تر فشار لاندې دی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د ادارې جګړه‌غوښتونکي چارواکي هم پکې شامل دي.

د هغه په وینا، ټرمپ تمه لرله چې ایران به ژر د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي، خو تهران تر اوسه هغه ډول انعطاف نه دی ښودلی چې واشنګټن یې هیله لرله.

د راپور له مخې، المصري زیاته کړې، د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د ټرمپ وروستۍ لیدنې هم هغه پایله نه ده ورکړې چې سپینې ماڼۍ تمه لرله.

هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران پر ضد جګړه د امریکا لپاره له سیاسي او اقتصادي پلوه په یوې سترې ستونزې بدله شوې، خو ټرمپ ښايي د “بریا اعلان” له نشتوالي امله د جګړې له درولو ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت:د هیواد په ۲۰ولایتونو او ۱۹۴ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین پیل شول

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د پولیو ضد واکسین دویم فرعي ملي کمپاین یې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې پیل کړی دی.

د وزارت په وینا، دغه کمپاین به د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځو حوزو په ۱۹۴ ولسوالیو کې تطبیق شي.

چارواکي وایي، د کمپاین پر مهال به شاوخوا ۸.۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د کمپاین د پرانیستې پر مهال ویلي، وزارت یې له نړیوالو همکارو ادارو سره په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیسي او ماشومان له دې ناروغۍ خوندي وساتي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان اغېزمنوي او افغانستان لا هم د هغو محدودو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د دې ناروغۍ پېښې پکې ثبتېږي.

اوچا:ډنمارک له افغانستان سره د ۵.۴۹ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې ډنمارک د افغان اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره له پنځه میلیونه ډالرو زیاته مالي مرسته ځانګړې کړې ده.

د اوچا د معلوماتو له مخې، ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۵.۴۹ میلیونه امريکايي ډالر ورکړي، څو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له زیانمنو او بې‌وزلو خلکو سره بېړنۍ مرستې وشي.

اوچا ویلي، دغه مالي ملاتړ به هغو کورنیو ته ورسېږي چې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او وروستیو طبیعي پېښو له امله له سختو بشري ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د امارتي وېشل شوو ځمکو پېر او پلور منع دی

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې هغه امارتي ځمکې چې خلکو ته د استوګنې او سرپناه جوړولو لپاره وېشل شوې دي، پېر او پلور یې قانوناً منع ګڼل کېږي.

وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه د امارتي ځمکو د وېش، پلور او رغونې د اجازې قانون له مخې شوې او هدف یې د ځمکو د غیرقانوني راکړې ورکړې مخنیوی دی.

د معاملاتو لارښود دفترونو ته هم سپارښتنه شوې چې د دې ډول ځمکو د پېر او پلور له ثبت او منځګړیتوب څخه ډډه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، که کوم دفتر یا اشخاص له دې لارښوونې سرغړونه وکړي، دفترونه به یې وتړل شي او د معاملې دواړه اړخونه به له قانوني چلند سره مخ شي.

ایران:د کابل او تهران ترمنځ سوداګري په بې ساري ډول لوړه شوې

د ایران د سویلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي چې له افغانستان څخه ایران ته د وارداتو کچې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیاتوالی موندلی او نږدې ۸۵۰ سلنه لوړه شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي مسوول محمد یوسف امین وايي چې ایران ته د افغانستان صادرات پراخ شوي دي او په دې کې تر ډېره معدني توکي، نوشابې، وچه مېوه، طبي بوټي او پنبه شامل دي.

د اقتصادي چارو شنونکي دغه پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت بولي، په ځانګړي ډول ځکه چې د افغانستان تولیدات د ایران بازارونو ته نږدې او اسانه لاسرسی لري.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې د سوداګریزو محدودیتونو سره سره، د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي تعاملات په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې دي او د صادراتو توازن هم بدلون مومي.

امریکا؛اداهو ايالت کې د هوايي نندارې پرمهال د دوو پرمختللو جنګي الوتکو خطرناک‌ ټکر؛ عمله ژغورل شوې

د امریکا د سمندري ځواکونو دوه پرمختللې جنګي الوتکې د «EA-18G Growler» ډول، د یکشنبې په ورځ د اداهو ایالت په یوه هوايي ننداره کې له یو بل سره ټکر شوي دي.

فاکس نیوز راپور ورکوي چې دا پېښه د ځايي وخت له مخې شاوخوا ۱۲:۱۰ بجې د «Gunfighter Skies» هوايي نندارې د دویمې ورځې پر مهال رامنځته شوې ده.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې د الوتکو د ټکر سخته او وېروونکې صحنه ښکاري چې د نندارچیانو ترمنځ یې اندېښنه راپورته کړې ده.

د امریکا سمندري ځواک تایید کړې چې د دواړو الوتکو څلور عملې په خوندي ډول ځانونه ایستلي او د پراشوټونو په وسیله ځمکې ته کوز شوي دي.

د طبي معاینې وروسته د هغوی روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې دقیق علت نه دی معلوم، خو چارواکو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

کرملين:اټومي وسلې د روسیې د ملي امنیت ستنه ده او هېڅوک نه شي کولای اټومي ځواک ته ګواښ وکړي

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف یو ځل بیا ټینګار کړی چې اټومي وسلې د روسیې د ملي امنیت مهمه ستنه ده.

هغه ویلي، یو اټومي ځواک نه شي ګواښل کېدای او د هغه شتون په خطر کې نه شي اچول کېدای.

پسکوف د روسیې دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې د «سارمات» بالستیک توغندي د وروستي بریالي ازمایښت یادونه کړې او ویلي چې د روسیې اټومي ځواک د خطر د مخنیوي بنسټ جوړوي او هېواد ته ډاډ ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې اټومي وسلې د روسیې د ملي امنیت بنسټیزه او د دفاعي ستراتیژۍ نه بېلېدونکې برخه بلل کېږي.

«سارمات» د روسیې له نوې نسل درنو بالستیک توغندیو څخه دی چې ویل کېږي تر ۱۸ زره کیلومتره پورې واټن وهلی شي او څو اټومي سرګلولې لېږدولی شي.

روسي چارواکي دا توغندی د «اټومي سونامي» په نوم هم یادوي.

د کرملین ویاند زیاته کړې چې دا ډول وړتیاوې د روسیې پر ضد د هر ډول برید فکر له منځه وړي او د هېواد امنیت تضمینوي.

د قرغزستان ولسمشر:د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان ثبات پورې تړل شوی

د قرغزستان ولسمشر سدير جباروف ویلي، که قرغزستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي؛ نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.

د جباروف د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، قرغزستان د همدې لیدلوري پر بنسټ د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته بشري مرستو ته دوام ورکړی او د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ کوي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې بشکېک له زیانمنو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی او غواړي افغانستان د نړیوالې ټولنې فعاله برخه وګرځي.

دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې قرغزستان هڅه کوي د ۲۰۲۷ ـ ۲۰۲۸ کلونو لپاره د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب څوکۍ ترلاسه کولو په موخه د هېوادونو ملاتړ او رایې خپلې کړي.

روسي چارواکی:د طالبانو حکومت پر روسیې تر چین او نورو هېوادونو ډېر باور لري

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم خبیبولین‌ویلي، چې د طالبانو حکومت د نورو هېوادونو په پرتله پر روسیې زیات باور او لېوالتیا لري، او د افغانستان په دننه کې د روسیې اعتبار لوړ ګڼل کېږي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، خبیبولین د کازان ښار کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د غونډې په څنډه کې ویلي چې روسي شرکتونه دا مهال د افغانستان د نفتو، ګازو او کانونو د استخراج او تصفیې په برخو کې فعالیت کوي او دغه چارې له جدي ستونزو پرته روانې دي.

هغه ټینګار کړی چې مسکو په افغانستان کې د انرژۍ او طبیعي زېرمو په برخه کې خپل حضور پراخ کړی او د طالبانو حکومت هم له روسیې سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا هڅه کوي.

بلخوا، د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چې روسیې ته په سفر تللی، د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اورچوک سره په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

عزیزي همداراز ویلي، ځینې کړۍ هڅه کوي د کابل او مسکو اړیکې زیانمنې کړي؛ خو په وینا یې باید د دغو هڅو مخه ونیول شي او دواړه لوري خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.