د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې پرونۍ اختریز پیغام کې تر ډېره د افغانستان پر سیاسي وضعیت، اقتصادي ستونزو او د راتلونکې نظام پر اړتیاوو خبرې کړې دي.
که څه هم ښاغلي غني د رسمي سیاسي فعالیت یا کوم نوي حرکت اعلان ونه کړ، خو د هغه د خبرو له انداز څخه داسې ښکاري چې غواړي یو ځل بیا په سیاسي بحثونو کې خپل حضور محسوس وساتي.
شنونکي باور لري چې غني هڅه کوي د هېواد د راتلونکو تحولاتو لپاره خپل دریځ ژوندی وساتي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې په اړه سیمهییز او نړیوال بحثونه روان دي.
ځینې بیا وایي، د هغه وروستۍ څرګندونې ښيي چې نوموړی غواړي ورو ـ ورو د فعال سیاست میدان ته د بېرته راتګ زمینه برابره کړي، خو عملي ګامونه به یې د داخلي او نړیوال وضعیت پورې تړلي وي.

