د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد جګړې او د امریکايي رسنیو د پوښښ په تړاو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که ایران بشپړه تسلیمي هم اعلان کړي، ځینې رسنۍ به بیا هم دا د تهران بریا وبولي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې ایکس پاڼې «ټروث سوشیال» کې په یوه اوږده پیغام کې ویلي، که ایران ومني چې سمندري او هوايي ځواکونه یې له منځه تللي، پوځ یې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سپین بیرغ په رپولو تسلیم شي، بیا به هم ځینې امریکايي رسنۍ د ایران لپاره د “بریا” سرلیکونه خپاره کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې نیویارک ټایمز، وال سټریټ ژورنال او سياېناېن په ځانګړي ډول یاد کړي او پر دغو رسنیو یې د “جعلي خبرونو” د خپرولو تور پورې کړی دی.
ټرمپ همداراز د امریکا ډیموکراتان او رسنۍ په سختو ټکو نقد کړي او ویلي یې دي چې هغوی خپله لاره ورکه کړې او په بشپړ ډول لېوني شوي دي.

