پاکستان او ایران د سیمه ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په موخه شپږ نوې ځمکنۍ لارې فعالې کړې دي چې د پاکستان بندرونه له ایران او د منځنۍ آسیا له بازارونو سره نښلوي.
د یورېشیا نېټ د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د ټرانزیټي مقرراتو له تعدیل وروسته د درېیمو هېوادونو مالونو ته اجازه ورکړې چې د پاکستان له خاورې د ایران پر لور ولېږدول شي. دغه لارې د ګوادر، کراچۍ او قاسم بندرونه د ایران له سرحدي دروازو سره نښلوي.
شنونکي وایي، د نویو لارو په فعالېدو سره به د پاکستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته به د مالونو د لېږد لپاره نوې اسانتیاوې برابرې شي.
راپور زیاتوي چې پاکستان په دې وروستیو کې د ایران له لارې ازبکستان ته د صادراتو لومړنۍ جوپه هم لېږلې ده. اسلام آباد هیله لري چې دغه نوې لارې به د سیمې د سوداګرۍ کچه لوړه او د پاکستان د بندرونو اقتصادي اهمیت زیات کړي.
د راپور له مخې، دا اقدام د سیمې د ټرانزیټي دهلېزونو د پراختیا او د پاکستان، ایران او منځنۍ آسیا ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

