پاکستاني سرچینو ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به نن د شنبې په ورځ ایران ته سفر وکړي.
سرچینې وایي، محسن نقوي به له ایراني چارواکو سره د واشنګټن د وروستي وړاندیز او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د پرمختګ په اړه بحث وکړي.
راپورونه ښیي، د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو او مذاکراتو بهیر حساس پړاو ته رسېدلی او پاکستان هڅه کوي د دواړو لورو د دریځونو د نږدې کولو لپاره رول ولوبوي.
دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې اسلاماباد د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې مخته وړي.
محسن نقوي په دې وروستیو کې هم دوه ځل تهران ته سفر کړی و او هلته یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کړې وې.
تر اوسه د پاکستان او ایران چارواکو د دغه سفر د اجنډا په اړه جزییات نه دي ورکړي.

