جمعه, جون 12, 2026
Home Blog Page 19

د ملګرو ملتونو په ملاتړ؛د لمریزې برېښنا شنو خونو افغان ښځو ته د عاید نوې لارې پرانیستې

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په ملاتړ د لمریزې برېښنا په وسیله د شنو خونو پروژه په افغانستان کې کلیوالو ښځو ته د کرنې له لارې د عاید او د خوړو د خوندي کولو نوي فرصتونه برابر کړي دي.

دغه پروژه په کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو کې عملي شوې، چې پکې له ۲۰ څخه زیاتې شنې خونې د لمریزې برېښنا د اوبو لګولو سیسټمونو او د اوبو د سپما نوې ټکنالوژۍ سره جوړې شوې دي.

مسوولین وایي چې د دې پروګرام هدف د سختې ګرمۍ، وچکالۍ او د اوبو د کمښت په شرایطو کې د کرنیز تولید دوام او د ښځو اقتصادي پیاوړتیا ده.

ګډونوالې ښځې وایي چې د دې شنو خونو له لارې یې توانېدلي د سبزیجاتو کرنه پراخه کړي او د خپلو کورنیو لپاره عاید او د خوړو ښه سرچینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي چې دا پروګرام د جاپان د حکومت په مالي ملاتړ عملي کېږي او هدف یې د اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د ښځو د مقاومت پیاوړتیا ده.

پوتین:له زیلېنسکي سره د مخامخ لیدنې اړتیا نه شته

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره د مخامخ لیدنې اړتیا نه ویني.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې زیلېنسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مستقیمو خبرو او اوربند غوښتنه کړې وه.

پوتین د زیلېنسکي لیک «بې‌ادبه» بللی او ټینګار یې کړی چې د سولې خبرې باید له اوربند مخکې ترسره شي.

له بلې خوا زیلېنسکي ویلي چې روسیه یو ځل بیا جګړه انتخابوي او ټینګار یې کړی چې اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره چمتو دی.

پوتین زیاته کړې چې جګړه به یوازې هغه وخت پای ته ورسوي چې د روسیې ټاکل شوې موخې پوره شي.

عباس عراقچي، جوزف عون ته:که لبنان د ایران د چانه‌وهنې مهره وای، توافق به مخکې شوی وای

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لبنان د ولسمشر له سختو نیوکو وروسته، چې ویلي یې وو ایران لبنان د چنې وهنې م
او معاملې په توګه کاروي، په خپل ایکس کې غبرګون ښودلی دی.

عراقچي لیکلي: «که لبنان د ایران د چانه‌وهنې مهره وای، موږ به ډېر مخکې یوې موافقې ته رسېدلي وای. ښاغلی ولسمشره، لبنان د خپل اصلي دښمن څخه وژغورئ.»

هغه زیاته کړې: «د ولسمشر عون د څرګندونو له مخې داسې انګېرل کېدای شي چې ګواکې ایران د لبنان یو پر پنځمه برخه اشغال کړې، یو پر څلورمه برخه خلک یې بې‌کوره کړي او هره ورځ یې هېواد بمباروي.»

روسيې؛سنټ پیټرزبورګ ته نږدې ۲۵ ډرونونه نسکور کړي دي

د روسیې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د سنټ پیټرزبورګ ښار ته نږدې یې ۲۵ ډرونونه شنډ او نسکور کړي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې روسیه په سنټ پیټرزبورګ کې د نړیوال اقتصادي فورم کوربه‌توب کوي.

چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې ډرونونه له کوم ځایه راغلي وو، خو روسیه معمولاً د دې ډول بریدونو پړه پر اوکراین اچوي.

د پېښې له امله د احتمالي زیانونو یا مرګ‌ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

امریکا:د خليجي هيوادونو پر لور د ایران توغول شوي توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې مو شنډې کړې

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي چې د جون په پنځمه نېټه یې هغه څو بالیستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې چې د ایران له لوري د هرمز تنګي او ځینو ګاونډیو خلیجي هېوادونو پر لور توغول شوې وې.

د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، امریکایي ځواکونو څلور ایراني بریدګرې او ځانمرګې بې‌پیلوټه الوتکې هم نسکورې کړې چې د سیمې سمندري تګ راتګ او کښتیو ته یې احتمالي ګواښ رامنځته کړی و.

سرچینه زیاتوي چې وروسته ایران د کویټ او بحرین پر لور اووه بالیستیک توغندي وتوغول.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې له دغو اوو توغندیو څخه شپږ یې د دفاعي سیستمونو له لوري شنډ شوي او اووم توغندی خپل هدف ته نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې، امریکایي ځواکونو د ایران په غوروک سیمه او د قشم ټاپو کې د ساحلي څارنې پر راداري مرکزونو بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې دغه بریدونه دفاعي بڼه لري او موخه یې د سمندري بریدونو او نورو احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ټینګار کړی چې په دغو پېښو کې امریکایي ځواکونو ته د اوښتو زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.

بلخوا واشنګټن هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز برید شوی او زیان ورته اوښتی دی.

افغانستان او هند؛نن په مهمه ټېسټ سیالۍ کې مخامخ کېږي

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلې نن د هند په نوي چندیګړ ښار کې په یوې مهمې او پنځه ورځنۍ ټېسټ لوبه کې یو د بل پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله د دې سترې سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري او لوبغاړي د بریالۍ کارکردګۍ په موخه له قوي ارادې او لوړ مورال سره لوبې ته داخلېږي.

ټاکل شوې ده چې لوبه د افغانستان پر وخت د سهار په ۸:۳۰ بجو پیل شي.

دغه ټېسټ سیالي به د مهاراجا یادویندرا سینګ په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ملي لوبډلې روزنیز او تخنیکي ټیم د لوبې لپاره ټول اړین ترتیبات بشپړ کړي او لوبغاړي د سیالۍ د پیل لپاره چمتو دي.

ایران:د امریکا له برید وروسته مو د سیمې د دښمن اډې په نښه کړې

د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا له لوري پر سیریک او قشم ټاپو د بریدونو په ځواب کې یې د دښمن اډې د هوايي ځواکونو د توغندیزو بریدونو هدف ګرځولي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه د ایران پر خاورې د ترسره شویو حملو په غبرګون کې شوي، خو د نښه شویو ځایونو او د احتمالي زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

له دې وړاندې سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی و چې په کویټ او بحرین کې د خطر زنګونه غږېدلي او امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې امریکايي ځواکونو څو ایراني بالستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

د سینټکام په وینا، دغه توغندي او ډرونونه د هرمز تنګي او د خلیج د ګاونډیو هېوادونو پر لور توغول شوي وو.

د ایران؛ فوټبال ملي لوبغاړو ته د امریکا ویزې ورکړل شوې

د ایران او امریکا ترمنځ د سیاسي اړو دوړ په درشل کې امریکا د ایران د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د ۲۰۲۶ز کال د فوټبال نړیوال جام کې د ګډون لپاره ویزې ورکړې.

تر دې وړاندې ایراني لوبغاړو ته د امریکا د ویزو د ورکړې په اړه ناڅرګندتیا موجوده وه خو د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي چې ایراني لوبغاړو ته یې ویزې ورکړې.

د امریکا د ویزو د ناڅرګندتیا له امله حتی د ایرانۍ لوبډلې تمریناتي کمپ هم له امریکا تایجونا ته لېږدول شوی و.

د ایران فوټبال ملي لوبډله به د امریکا په لاس انجلېس او سېټل ښارونو کې خپلې لوبې ترسره کړي، لومړۍ لوبه یې د جون په ۱۵مه د نیوزیلنډ فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ده.

امریکا؛پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې له ایران سره تړاو لرونکي نوي بندیزونه یې لګولي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا بندیزونه د ترهګرۍ ضد محدودیتونو د تازه کولو په چوکاټ کې اعلان شوي دي.

په دې لړ کې، مهرداد ګرامیان نیک او رومینا ګرامیان نیک (ایراني تابعیت)، محمد شکول میهن‌دوست (ترکي تابعیت) او سرباز عبدالزاده (افغان تابعیت) د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي.

همدارنګه د کشتۍ چلونې، نفت، ګاز او پیټروشیمي په برخو کې ۱۲ شرکتونه هم بندیزونو ته شامل شوي دي.

سربېره پر دې، شپږ کښتۍ چې د پاناما او سینټ کیټس بیرغونه لري هم د همدې بندیزونو لاندې راغلي دي.

نتنیاهو:له لبنان سره لا موافقه نه ده شوې؛ خو پوځ د اوربند ملاتړ کوي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې تر اوسه له لبنان سره کومه موافقه نه ده شوې، خو د اسرایلي پوځ مشر د اوربند ملاتړ کوي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو د جګړې د راتلونکې مرحلې په اړه د سیاسي فشارونو او امنیتي ارزونو ترمنځ اختلاف لیدل کېږي؛ ځینې لوري د پوځي عملیاتو د پراخولو غوښتنه کوي، خو ځینې امنیتي چارواکي د اوربند لپاره د فرصت موجودیت ګټور ګڼي.

د اسراییلو د عامه نشراتي ادارې په حواله، د پوځ لوی درستیز په کابینې غونډه کې وړاندیز کړی چې که د اسراییلو له شرطونو سره سم اوربند ترلاسه کېدای شي، نو باید ژر تر ژره پرې کار وشي، نه دا چې میاشتې انتظار وشي.

هغه همدارنګه ویلي چې د راتلونکو پرېکړو واک سیاسي مشرتابه ته سپارل شوی، او پوځ چمتو دی چې که اړتیا وي نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي یا یې پراخ کړي.