شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 169

سټیو ویتکاف:واشنګټن له تهران سره د جګړې پرځای ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، سټیو ویتکاف، ویلي چې واشنګټن هڅه کوي له ایران سره شته لانجې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي د اسرائیلي او امریکايي شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل، امریکا نه غواړي پوځي لاره خپله کړي، خو هیله لري چې ډیپلوماسي نتیجه ورکړي.

ویتکاف زیاته کړې، چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ څلور مهمې ناحل شوې مسئلې شته، چې اټومي پروګرام، د یورانیمو غني کول، توغندیز فعالیتونه او سیمه‌ییزې نیابتي ډلې پکې شاملې دي.

هغه خبرداری ورکړ چې که دا ستونزې د خبرو له لارې حل نه شي، نو د ایران لپاره به بدیلې پایلې ډېرې درنې وي.

همدارنګه سټیو ویتکاف د ایران ولس «زړور او مقاوم» بللی او ټینګار یې وکړ چې امریکا د ایراني خلکو ملاتړ کوي او د هغوی ترڅنګ ولاړه ده.

نت‌بلاکس:په ایران کې د انټرنېټ بندیز د ۱۳۹۸ کال له پرېکون څخه هم اوږد شو

0

د انټرنېټ د څار نړیوال بنسټ «نټ‌بلاکس» نن سهار اعلان کړی چې په ایران کې د انټرنېټ پرېکون له ۱۸۰ ساعتونو څخه اوښتی او د ۱۳۹۸ کال د آبان د انټرنېټ له بندیز څخه هم اوږد شوی دی.

د یاد بنسټ په وینا، تر اوسه د انټرنېټ د جزوي یا سیمیز بېرته وصل کېدو هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.

راپور وایي چې د ایران حکومت د پنجشنبې په ماښام، د مرغومي په ۱۸مه، وروسته له هغه انټرنېټ پرې کړ چې په ښارونو کې د خلکو میلیوني حضور او پراخ لاریونونه پیل شول.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۸ کال د آبان د سراسري اعتراضونو پر مهال هم د ایران حکومت شاوخوا یوه اوونۍ انټرنېټ بند کړی و، چې د هماغو اعتراضونو پر مهال د راپورونو له مخې نږدې ۱۵۰۰ معترضان په کوڅو او سړکونو کې ووژل شول.

سي‌اېن‌اېن:عراقي ملېشه د اعتراضونو د ځپلو لپاره ایران ته داخل شوي

0

سي‌اېن‌اېن د یوه اروپايي پوځي سرچینې او د عراق د یوه امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې په وروستیو اوونیو کې عراقي ملېشه نظامیان د ایران سره د اعتراضونو د ځپلو په موخه ایران ته داخل شوي دي.

د راپور له مخې، سي‌اېن‌اېن د یوه عراقي امنیتي سرچینې په حواله لیکلي چې شاوخوا پنځه زره عراقي ملېشه‌نظامیان د میسان ولایت د شیب پولې او د واسط ولایت د زرباطیه سرحدي لارې له لارې ایران ته اوښتي دي.

همداراز، یوه اروپايي پوځي سرچینې سي‌اېن‌اېن ته ویلي چې شاوخوا ۸۰۰ عراقي ملېشه‌نظامیان د دیاله، میسان او بصرې ولایتونو څخه، د مذهبي زیارتونو د سفرونو تر پوښښ لاندې، ایران ته داخل شوي څو د اعتراضونو په ځپلو کې مرسته وکړي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په ایران کې د پراخو ولسي اعتراضونو او د هغوی پر وړاندې د سختو امنیتي اقداماتو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

پاکستان:د هند او افغانستان اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ داخلي موضوع ده، موږ پکې کار نه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې د همدې دوو هېوادونو ترمنځ موضوع ده او دوی کولی شي خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي.

اندرابي څرګنده کړې چې د اسلام‌اباد دا دریځ به تر هغه وخته پر خپل ځای وي، څو پورې هند په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د «ترهګرو ډلو» ملاتړ ونه کړي.

هغه د یوې خبري ناستې پر مهال یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې به ښې شي او دواړه لوري به د شته ستونزو د حل لپاره ګډ کار وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې څو ځله ټینګار کړی، چې اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد، ناوړه استفاده وشي.

نیوزیلند؛په تهران کې خپل سفارت په موقتي ډول تړلی

0

د نیوزیلند حکومت اعلان کړی چې په تهران کې یې خپل سفارت په موقتي ډول تړلی او د قونسلګرۍ اړوند خدمات یې د ترکیې پلازمېنې انقرې ته انتقال کړي دي.

د نیوزیلند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د دغه هېواد ټول ډیپلوماتیک کارکوونکي له ایران څخه وتلي دي.

د نیوزیلند د بهرنیو چارو وزیر، وینسټون پیټرز، په ایران کې د معترضانو پر وړاندې د سختې ځپنې او وژنو په کلکه غندنه کړې او د خپل هېواد وګړو ته یې سپارښتنه کړې چې ایران ته سفر ونه کړي.

هغه همداراز ویلي که څوک دا مهال په ایران کې حضور لري، باید هر څومره ژر چې ممکن وي، له دغه هېواده ووځي.

مایک والتز:امریکا د زړور ایراني ولس تر څنګ ولاړه ده

0

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي، مایک والتز، ویلي چې د امریکا متحده ایالات د ایران د زړورو خلکو تر څنګ ولاړ دي.

هغه ویلي: «د ایران رژیم او د هغه ملاتړي هر ډول پلمې چې وړاندې کوي، حقیقت دا دی چې همدا رژیم په بشپړه توګه د هېواد د ناورین‌زده اقتصادي وضعیت او د پراخو ځپنو مسئول دی، هغه ځپنې چې د ایراني ولس او د ازادۍ غوښتونکو پر ضد روانې دي.»

والتز زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازې د خبرو سړی نه دی، بلکې د عمل سړی دی.

د هغه په وینا: «ښاغلی ټرمپ د عمل انسان دی، نه یوازې د ویناوو.»

کارولین لیویت:د ایران پر وړاندې د ټرمپ د دریځ په اړه رسنیز راپورونه ناسم دي

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، د رسنیو هغه راپورونه او اټکلونه رد کړل چې ګواکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د حکومت پر وړاندې د اقدام په اړه کومه وروستۍ پرېکړه کړې ده.

نوموړې ویلي چې ټرمپ په ډېر دقت سره په ایران کې روان وضعیت څاري؛ خو تر اوسه یې د کوم مشخص اقدام په اړه پرېکړه نه ده اعلان کړې.

لیویت زیاته کړې چې د رسنیو ډېری راپورونه د ناڅرګندو سرچینو پر بنسټ دي.

د هغې په وینا:«حقیقت دا دی چې یوازې ولسمشر ټرمپ پوهېږي چې څه به کوي، او یوازې د هغه د سلاکارانو یو ډېر محدود ټیم د ده له لیدلوري خبر دی.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار کړی چې هر ډول اوازې او شننې باید د رسمي دریځ تر اعلان پورې د احتیاط له مخې وارزول شي.

ایراني سیاستوال:د ایران پخوانی ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نېول شوي

0

د «جدال فارسي» په نوم پروګرام کې د ګډون پر مهال دوه ایراني مېلمنو ادعا کړې چې پخوانی ولسمشر حسن روحاني او پخوانی د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف څو ورځې وړاندې نیول شوي دي.

د راپور له مخې،ابوالقاسم جراره، چې د ایران د پارلمان غړی دی، او میثم نادي، چې یو مخکښ سیاستوال بلل کېږي، ویلي دي چې روحاني او ظریف د ایراني چارواکو له لوري تر توقیف لاندې راوستل شوي دي.

تر اوسه پورې د ایران د حکومت له خوا په رسمي ډول د دغې ادعا پخلی یا رد نه دی شوی، او نه هم باوري دولتي یا نړیوالو رسنیو دا خبر تایید کړی دی.

طاهر اندرابي:د افغانستان او پاکستان د پولې تړل کېدو سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي

اسلام‌اباد کې د اوونیز خبري کنفرانس پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، ومنله چې له افغانستان سره د پولې تړل کېدو ځینو سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي او پر سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی، چې د اقتصادي پلوه یې تاوان بللی.

هغه ویلي: «که د پولې تړل کېدو زموږ د امنیتي ځواکونو او وګړو د وژل کېدو مخه نیولې وي، نو دا د امنیت له پلوه ګټه ده.»

د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه، اندرابي ویلي چې اسلام‌اباد هیله لري اړیکې به ښې شي؛ خو زیاته کړې چې له افغانستان څخه راولاړېدونکې ترهګري د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینۍ لویه ستونزه ده.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارول کېږي، او دا غوښتنه یې ریښتینې، مشروع، د نړیوالو اصولو له مخې د منلو وړ او د نړیوال قانون سره سمه بللې.

ذبیح‌الله مجاهد:د بي‌بي‌سي راپور د «اسلامي امارت» د اختلافاتو په اړه حقیقت نه لري

‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، هغه راپور چې بي‌بي‌سي پکې د «اسلامي امارت» ترمنځ د اختلافاتو ادعا کړې ده، له حقیقته لرې دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» په لیکو کې هېڅ ډول اختلاف شتون نه لري، او ټولې چارې د اسلامي شریعت پر بنسټ پر مخ وړل کېږي، او اختلاف ته هېڅ ځای نشته.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، د مشرانو له‌خوا د اتحاد او اتفاق پر ارزښت ویناوې کول، او یا هم هغه وړې موضوعګانې چې پکې نظرونه سره توپیر ولري، هېڅکله د اختلاف معنا نه لري.

هغه ویلي چې د «اسلامي امارت» ترمنځ کلک وحدت، اطاعت او یووالی موجود دی او د اختلاف هېڅ ډول اندېښنه نشته.