د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د یوې غونډې پر مهال د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه تصویب شوه.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاده طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید شوې.
په راپور کې ویل شوي چې خصوصي سکتور د دې ښارګوټي د جوړولو لپاره شاوخوا ۸ میلیارده ډالره د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
ویل شوي، دغه پروژه به پر شاوخوا ۱۱ زره جریبه ځمکه تطبیق شي او د چارواکو په وینا، د زرګونو هېوادوالو لپاره به د استوګنې اسانتیاوې برابرې کړي او همداراز به لسګونو زرو کسانو ته د کار فرصتونه رامنځته کړي.

