نیویارک ټایمز وایي، په امریکا کې د ګرین کارت ترلاسه کولو پخواني شرایطو کې بدلون راغلی او اوس د سیاسي نظرونو څرګندول هم د غوښتنلیک پر ارزونه اغېز کولی شي.
د راپور پر بنسټ، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تر نوو لارښوونو لاندې دا امکان شته چې هغه کډوال چې په سیاسي فعالیتونو کې برخه اخلي—لکه د فلسطین پلوه لاریونونه، په ټولنیزو رسنیو کې د اسراییلو پر ضد څرګندونې، یا د امریکا بیرغ ته سپکاوی—له ګرین کارت څخه محروم شي.
د نیوریارک ټایمز د معلومات له مخې، د تېر کال له لارښوونو وروسته د امریکایي ضد او یهود ضد نظریاتو ارزونه پراخه شوې ده.
د اسنادو له مخې، د اسراییلو نیوکه هم د شک وړ عامل په توګه یادېږي.
د نیویارک ټایمز په وینا، داسې ټولنیز پوسټونه چې پکې لیکل شوي وي چې په فلسطین کې د اسراییلو ترهګري ودروئ او د اسراییلو بیرغ پرې خط کش شوی وي، د منفي ارزونې لامل کېدای شي.
راپور زیاتوي چې د امریکا د کډوالو اداره، چې مخکې د قانوني کډوالۍ دروازه بلل کېده، اوس د کډوالو پر وړاندې د سختو پالیسیو یوه برخه ګرځېدلې ده.
همدارنګه ویل شوي چې د ګرین کارت د منلو کچه هم په وروستیو میاشتو کې تر نیمایي زیاته راټیټه شوې ده.
د دې ادارې مشر کانګرس ته ویلي:«په امریکا کې د هغو کسانو لپاره ځای نشته چې امریکایي ضد نظریات خپروي یا له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.»

