شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 170

عباس عراقچي ملګرو ملتونو ته:اسرائیل او امریکا د ایران سوله‌ییز اعتراضونه تاوتریخوالي ته کش کړل

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یو لیک کې ویلي، چې وروستي سوله‌ییز اعتراضونه د «ترهګرو عناصرو» له لوري تاوتریخوالي ته واوښتل او ادعا یې کړې چې دا ډلې له اسرائیل او امریکا سره تړاو لري.

د هغه په وینا، اعتراضونه د مرغومي له ۷مې پیل شول؛ خو د مرغومي له ۱۸ تر ۲۰ پورې په وسله‌والو ناآرامیو بدل شول.

عراقچي ادعا کړې چې په دې پېښو کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو وسله‌وال بریدونه شوي، عامه او روغتیايي تاسیسات، امبولانسونه او استوګنیزې ودانۍ سوځول شوي او ګڼ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان دي.

هغه ویلي، د امنیتي ځواکونو د زیاتو تلفاتو کچه د هغوی «زغم او حوصله» ښيي او د تاوتریخوالي مسؤلیت یې پر وسله‌والو عناصرو ور واچوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د چارواکو څرګندونې «پارونکې» بللي، اقتصادي بندیزونه یې د ولس د ژوند پر حقونو برید ګڼلی او ټینګار یې کړی چې ایران د سوله‌ییزو اعتراضونو حق ته ژمن دی، خو د نظم او ملي امنیت ساتنه خپله اساسي دنده بولي.

هغه د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د ایران پر ضد هر ډول بهرني لاسوهنه او تاوتریخوالی وغندي.

تهران کې دننه پراخ تاوتریخوالی؛د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جایشانکر د چهارشنبې په شپه په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو، او همدارنګه د سیمې او نړۍ پر وروستیو بدلونونو خبرې کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني خبرو کې د ایران دننه لاریونونو ته په اشارې ویلي، چې دا لاریونونه د بهرنیو روزل شویو ترهګریزو عناصرو له خوا تاوتریخوالي ته واوښتل، او د ایران د ملت پر عزم او یووالي یې ټینګار کړی چې د خپلواکۍ او ملي حاکمیت ساتنه به کوي.

هغه همدارنګه د امریکا د چارواکو مداخله‌کوونکې او پاروونکې تګلارې د ایران په کورنیو چارو کې په کلکه غندلې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په دې تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر دوام ټینګار کړی او ویلي چې د سیمې د ثبات ساتنه او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

نوموړي د هند د چمتووالي اعلان هم کړی چې په دې برخه کې همکاري او مرسته وکړي.

شیخ هبت الله اخوندزاده:خپلمنځي اختلافات د «امارت» د واکمنۍ لپاره جدي خطر دی

بي‌بي‌سي ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبت‌الله اخوندزاده، یو غږیز پیغام یې ترلاسه کړی چې پکې نوموړی د بهرنیو ګواښونو پر ځای د طالبانو حکومت دننه اختلافات د خپلې واکمنۍ لپاره لوی خطر بولي.

راپور وایي، په دې ثبت شوي غږ کې، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د کندهار په یوې دیني مدرسه کې ثبت شوی، شیخ هبت‌الله اخوندزاده خبرداری ورکوي چې «خپلمنځي تقابل» کولی شي د «اسلامي امارت» بنسټونه ولړزوي او بالاخره یې له سقوط سره مخ کړي.

راپور زیاتوي چې شیخ هبت الله ویلي:«دا کوم بهرنی ګواښ نه دی، بلکې له دننه خطر دی. که اختلافات دوام وکړي، امارت به له منځه ولاړ شي.»

جاپان؛افغانستان سره د درې میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی

د ملګرو ملتونو د نفوسو نړیوال صندوق اعلان وکړ چې جاپان افغانستان ته درې میلیونه ډالر بشري مرسته ځانګړې کړې ده.

دا مرسته به شاوخوا ۲۱۰ زره کسانو ته، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د روغتیا، رواني ملاتړ او ټولنیزو خدماتو د برابرولو لپاره وکارول شي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو نړیوال صندوق، ویلي چې دا بودیجه به هغو کسانو ته ځانګړې شي چې د طبیعي پېښو او بې‌وزلۍ له امله زیانمن شوي دي.

جاپان د طالبانو حکومت له واکمنۍ راهیسې ۵۴۹ میلیونه ډالره بشري مرسته افغانستان ته ورکړې.

د آلمان د پارلمان غړی:سپاه پاسداران باید د ترهګرو په نوملړ کې شامل شي

0

د آلمان د پارلمان غړي نوربرت روتگن ویلي، د سپاه پاسداران د ترهګرو په فهرست کې شاملول به د ایران د رژیم مالي او سیاسي منابع محدودې کړي او د زور او پرځونې بنسټونه به یې تر فشار لاندې راولي.

هممهاله، د ایران حکومت د اعتراضونو د ځپلو او انټرنېټ د قطع کولو دوام، د نړیوالو انتقادونه را پارولي.

یو شمېر هېوادونو ایران ته د احتمالي نویو تحریمونو خبرداری ورکړی او نړیوالو د ایران د اعمالو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ولادیمیر پوتین؛نن د طالبانو حکومت د سفیر په ګډون د یو شمېر بهرنیو سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کړي

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د څو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه په رسمي ډول ترلاسه کړي.

د خپاره شوي لېست له مخې، په دې مراسمو کې د طالبانو حکومت سفیر، ګل حسن حسن، چې د روسیې فدراسیون ته ټاکل شوی، هم شامل دی او خپل باورلیکونه به ولسمشر پوتین ته وسپاري.

دا ګام د مسکو او کابل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې مهم پرمختګ بلل کېږي.

ایران؛خپله هوایي فضا د لنډمهال بندښت وروسته بیرته پرانیسته

0

ایران د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د احتمالي پوځي برید د ګواښونو په ځواب کې خپل هوايي فضا لنډمهاله پر ډېرو سوداګریزو پروازونو وتړله، خو څو ساعته وروسته یې بیا پرانیستله.

د امریکا د فدرالي هوايي ادارې (FAA) له مخې، د بندیز پر مهال یوازې څو الوتکې د ایران په فضا کې وې، او زیات شمېر نورې الوتکې د هیواد پر سرحدونو تېرېدې.

د بندیز په جریان کې ټولو تجارتي پروازونو اړتیا درلوده چې د ایران د ملکي هوايي چارو ادارې (CAO) څخه مخکې جواز ترلاسه کړي.

وروسته له دې چې ایران خبرداری ورکړی و که امریکا برید وکړي، په سیمه کې به د امریکا ځواکونه هدف ګرځول شي، امریکا او برتانیا هم په قطر کې د العدید هوايي اډې څخه یو شمېر سرتیري ایستلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ایران د معترضینو پر ضد پوځي ډرونونه کاروي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې رسمي حساب په ایکس کې لیکلي چې د روانو اعتراضونو پر مهال د ایران رژیم د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) ټکنالوژي د سوله‌ییزو معترضینو پر ضد کارولې ده.

دغه حساب زیاتوي چې دا ډرونونه د خلکو د پېژندنې، څارنې او تعقیب لپاره کارول کېږي، تر څو امنیتي ځواکونه وکولای شي هغوی ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې ایران خپلو وګړو ته د دښمن جنګیالیو په سترګه ګوري او د هغوی پر ضد جګړه پر مخ وړي.

د دوی په وینا، نړۍ د دې رژیم کړنې ویني او دا به هېڅکله هېرې نه شي.

ډونالډ ټرمپ:رضا پهلوي محترم شخصیت دی؛ خو انتخاب او نه انتخاب به یې د ایران د خلکو په خوښه وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که څه هم شاهزاده رضا پهلوي یو «محترم شخصیت» ښکاري، خو لا هم شک شته چې نوموړی به د ایران دننه پراخ ولسي ملاتړ ترلاسه کړي.

ټرمپ د رویټرز خبري اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې د داسې ملاتړ لپاره لا وخت نه دی رسېدلی او دا روښانه نه ده چې ایرانیان به هغه د رهبر په توګه ومني.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې تېره اوونۍ یې ویلي وو، د رضا پهلوي سره د لیدنې نیت نه لري او په غیرمستقیم ډول یې د هغه د سیاسي مشرتابه وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې وه.

ټرمپ تر دې مخکې څو ځله ګواښ کړی چې د ایران د معترضینو د ملاتړ لپاره به اقدام وکړي، خو تر اوسه یې د پخواني شاه د زوی، رضا پهلوي، د بشپړ ملاتړ څخه ډډه کړې ده.

رضا پهلوي:سیکولر او دموکراتیک ایران د سیمې ثبات تضمینوي

0

د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړي، رضا پهلوي، په یوه پیغام کې نړیوالو ته وویل، چې د ده په وینا «له اسلامي جمهوریت وروسته ایران» به له نړیوالې انزوا ووځي او نوې بهرنۍ او کورنۍ تګلاره به پیل کړي.

هغه وویل، په یو ازاد ایران کې به له امریکا سره ډیپلوماتیکې اړیکې عادي شي، له اسرائیل سره به رسمي اړیکې ټینګې شي او ایران به د سیمې له عربي هېوادونو سره د نوو همکاریو محور جوړ کړي.

پهلوي ټینګار وکړ چې راتلونکی نظام به د شفافیت، حساب ورکونې او نړیوالو معیارونو پر بنسټ ولاړ وي، فساد به له منځه وړل کېږي او دولتي ادارې به د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکي وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي جمهوریت پای او د یو سیکولر، دموکراتیک حکومت جوړېدل به نه یوازې د ایران لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم د ثبات او فرصت نوې دروازې پرانیزي.