شنبه, اپریل 25, 2026
Homeکورپاڼهد ایران وسله وال ځواکونه:امریکا به پر ایران د احتمالي برید په...

د ایران وسله وال ځواکونه:امریکا به پر ایران د احتمالي برید په صورت کې دا ځل نه جبرانیدونکي زیانونه وویني

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه، له لوري په یوه تازه اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې که پر ایران د سمندري محاصرې لړۍ دوام وکړي، نو امریکا به د ایران له «سخت غبرګون» سره مخ شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د هر ډول احتمالي برید په صورت کې، د ایران پوځ چمتو دی چې مقابل لوري ته «نور هم درانه او پراخ زیانونه» واړوي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې لا هم د اسلام‌آباد د خبرو اترو دویم پړاو د هم مهاله ابهام سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here