د پاکستان حکومت وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ اسلاماباد ته د امریکایي پلاوي د سفر د لغوه کېدو اعلان وکړ، په پلازمېنه کې د امنیتي محدودیتونو د کمولو بهیر پیل کړی دی.
ځایي چارواکو د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې اوس د عامه ترانسپورټ او بار وړونکو وسایطو ته اسلاماباد ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده.
همدارنګه، د ښار ټول بس تمځایونه بېرته پرانیستل شوي؛ خو د فیضآباد تمځای تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې دی.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې شاوخوا یوه اوونۍ اسلاماباد د نیمه قرنطین حالت کې و، چې د ښار د سلګونو زرو اوسېدونکو پر ژوند یې اغېز کړی و.
تمه کېږي چې د محدودیتونو په کمېدو سره به پلازمېنې ته د مېوو، سبزیجاتو او نورو اړینو توکو رسونه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

