شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 168

جرمني رسنۍ:د طالبانو حکومت د جرمني لپاره نوی دیپلوماتیک ټیم معرفي کوي

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۴ کال د نومبر راهیسې په جرمني کې د خپلو دیپلوماتیکو استازو په ترکیب کې ژور بدلونونه راوستي او هغه دیپلوماتان یې بېرته هېواد ته غوښتي چې د ۲۰۲۱ کال تر سیاسي بدلون وړاندې برلین ته استول شوي وو.

د راپور له مخې، د دې بدلونونو په پایله کې دا مهال په جرمني کې یوازې درې افغان ډیپلوماتان پاتې دي.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو حکومت په عین حال کې هڅه کوي جرمني ته نوي دیپلوماتان معرفي کړي او د بهرنیو چارو وزارت د اوسني سرپرست سفیر د ګوښه کولو پریکړه هم تر غور لاندې نیولې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د جګړې د مطالعې انستیتیوت:ایران ښايي د نوو اعتراضونو له وېرې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي

0

د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ(ISW) خبرداری ورکوي چې د ایران رژیم د احتمالي نویو اعتراضونو له وېرې ښايي د فبرورۍ ۱۷ او نوروز پر مهال امنیتي تدابیر لا سخت کړي.

د انسټیټیوټ په وینا، که دا حالت اوږد شي، د ایران اقتصاد ته به جدي زیان ورسوي او امنیتي ځواکونه به له ستړیا سره مخ کړي.

راپور زیاتوي چې رژیم د کردي وسلوالو فعالیتونو او سرحدي امنیت ته اندېښمن دی، او دا کار ښايي د کورنیو اعتراضونو د ځپلو وړتیا کمزورې کړي، په داسې حال کې چې په زاهدان ښار کې تازه اعتراضونه هم راپور شوي دي.

امریکا؛د پاکستان په ګډون د ځینو هېوادونو لپاره د کډوالۍ ویزې موقتي ځنډولي

0

په پاکستان کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې د ټرمپ ادارې د پرېکړې له مخې، د ځینو هېوادونو وګړو ته د کډوالۍ ویزې په موقتي ډول ځنډول شوې دي چې پاکستان هم پکې شامل دی.

د سفارت په وینا، د جنورۍ له ۲۱مې څخه به د کډوالۍ ویزو صدور تر هغې ودرول شي چې د غوښتونکو بشپړه او سخته څېړنه وشي.

امریکايي چارواکي وايي، دا پرېکړه یوازې د کډوالۍ ویزو پورې اړه لري او سیاحتي، تحصیلي او کاري ویزې به اغېزمنې نه شي.

نټ‌بلاکس:په ایران کې انټرنېټ لږ ښه شوی؛ خو لا هم سخت محدود دی

0

نټ‌بلاکس وايي چې په ایران کې د څو ورځو انټرنېټ بندېدو وروسته د شنبې په ورځ لږ زیاتوالی لیدل شوی، خو ټولیز انټرنېټ لا هم یوازې شاوخوا ۲ سلنه عادي کچې ته رسېږي.

د راپور له مخې، د انټرنېټ د بشپړ بېرته وصل کېدو هېڅ نښه نه شته.

سره له دې چې رسمي رسنیو د «ملي انټرنېټ» د فعالېدو خبر ورکړی؛ خو بهرني سایټونه پرته له فیلټرماتوونکو نه خلاصیږي او ان داخلي ایراني سایټونه هم د محدودیتونو له امله نه پرانیستل کېږي.

ای‌بي‌سي نیوز:پنټاګون به نږې ورځو کې منځني ختیځ ته نور پوځي تجهیزات ولېږي

0

ای‌بي‌سي نیوز د څو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې تمه ده پنتاګون په نږدې ورځو کې منځني ختیځ ته نور پوځي تجهیزات واستوي، چې ښايي د «ابراهام لینکن» الوتک‌وړونکې بېړۍ ضربتي ډله هم پکې شامله وي.

د راپور له مخې، په دغو تجهیزاتو کې به د الوتک‌وړونکې بېړۍ یوه بشپړه ډله له توغندويي رزم‌ناوونو او ناوشکنونو سره، د هوايي ځواک جنګي اسکادرانونه، او پر ځمکه ځای پر ځای کېدونکي د هوايي دفاع سیستمونه شامل وي.

ای‌بي‌سي نیوز د یوه باخبره سرچینې له قوله لیکلي، چې په همدې اوونۍ کې ټرمپ ته ویل شوي هر ډول پوځي برید پر ایران ډېر خطرناک کېدای شي او د سیمې د امریکایي ځواکونو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران له مشرتابه مننه کوم چې له ۸۰۰څخه زیات اعدامونه یې لغوه کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له مشرتابه مننه کړې چې د تیرې ورځې لپاره پلان شوي ټول اعدامونه، چې شمیر یې له ۸۰۰ څخه زیات وو، لغوه کړي دي.

ټرمپ په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «زه د دې واقعیت په درناوي سره وایم چې ټول ټاکل شوي اعدامونه، چې باید پرون ترسره شوي وای، د ایران له مشرتابه لغوه شوي دي. مننه!»

یاده دې وي چې ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته په یو جدي پیغام کې ویلي وو، که یې له معترضینو سره له تاوتریخوالي کار واخیست مستقیمه مداخله به وکړي.

خو راپورنه ښایي چې ایراني حکومت سربیره پر دې هم سلګونه تنه معترضین وژلي، زخمیان کړي، او زرګونه نور یې نیولي دي.

ډونالډ ټرمپ:زه د تعرفو پاچا یم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر هغو هېوادونو به تعرفې ولګوي چې د امریکا د ګرينلېنډ د کنټرول غوښتنې ملاتړ ونه کړي.

ټرمپ وویل: «موږ ګرينلېنډ د ملي امنیت لپاره اړتیا لرو، که نور هېوادونه زموږ سره ونه درېږي، ممکن تعرفه پرې ولګوم.

هغه ویلي: «زه د تعرفو پاچا یم، او د تعرفو پاچا یو عالي کار کړی.»

د راپورونو له مخې، د ډنمارک او ګرينلېنډ چارواکو سره د امریکا د دوه اړخیزې قانون جوړونکي ډلې د لیدنې هڅه کړې چې اړیکې نرمې کړي؛ خو ټرمپ په روښانه ډول تعرفې د فشار وسیله وبلله.

راپورونه وایي، د امریکا ځانګړي استازي پلان لري په مارچ کې ګرينلېنډ ته سفر وکړي، ترڅو د یوې ممکنه معاملې لپاره زمینه برابره کړي.

ایلیون ماسک:اوس یې وخت دی، چې د شور قانون عملي کړو

0

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلیون ماسک ویلي، چې هغه د امریکا د «Insurrection Act» یا د شور او پاڅون قانون د تطبیق ملاتړ کوي، څو په مینیاپولیس ښار کې د فدرالي قانون پلي کوونکو پر وړاندې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

ایلیون ماسک په خپله ایکس پاڼه دغه څرګندونه چې لیکلي یې دي «Time to invoke the Insurrection Act»؛ وروسته له هغه مطرح شوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ، که وضعیت له کنټرول ووځي، نو د نظم د ټینګښت لپاره به د معترضینو پر وړاندې له قانوني چلند څخه کار واخیستل شي.

دا تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې په مینیسوټا ایالت کې د ICE (د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې) له ښکېلتیا سره تړلې دوه ډزې وشوې، چې ورپسې د فدرالي ځواکونو او د ICE ضد لاریونوالو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې.

فاطمه مهاجراني:ایران کې انټرنېټ تر ۱۴۰۵کال نوروز پورې نه فعالیږي

0

د ایران‌وایر د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت په عملي ډول د نړیوال انټرنېټ اوږدمهاله بندیز ته تیاری نیولی.

د راپور له مخې د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني رسنیزو فعالانو ته ویلي چې نړیوال انټرنېټ به لږ تر لږه د ۱۴۰۵ کال تر نوروز پورې د خلکو لپاره نه وي فعال.

د راپور له مخې، مهاجراني ټینګار کړی چې تر هغه چې د ۱۴۰۴ کال د سراسري اعتراضاتو د وژل شویو کسانو د څلوېښتمې ورځې مراسم پای ته ونه رسېږي، د انټرنېټ د بېرته وصل کېدو هېڅ رسمي پلان نشته.

کرملین:پوتین د سیمې د کړکېچ په تړاو له نتانیاهو او پزشکیان سره تلیفوني خبرې کړي

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره جلا، جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.

کرملین ویلي، مسکو چمتو دی چې د تهران او تل‌ابیب ترمنځ د تاوتریخوالي د مهار لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

د روسیې ولسمشر په دې تماسونو کې ټینګار کړی چې هېواد یې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي او د ډیپلوماتیکو لارو د پرانیستو لپاره خپلې هڅې دوامدارې ساتي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، د ایران له ولسمشر سره د پوتین د ټیلیفوني خبرو پایلې به ډېر ژر رسنیزې شي، او زیاته کړې یې ده چې مسکو هڅه کوي روان تاوتریخوالی کنټرول او سیاسي لارې ته راوګرځوي.