العربیه د یوې ایراني ډیپلوماتیکې سرچینې له قوله ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران د رهبرۍ غوښتنې په رسمي ډول د پاکستان چارواکو ته سپارلي دي.
سرچینه وایي، تهران په خپلو خبرو کې اسلامآباد ته ټینګار کړی چې ایران د ګواښونو د پای ته رسېدو او د “محاصرې” د ختمېدو له دریځ څخه نه اوړي، او دا یې د خپلو اساسي غوښتنو برخه بللې ده.
په ورته وخت کې دغه سرچینه زیاتوي چې ایران پاکستاني لوري ته د هغو “لسو مادو” پر ژمنتیا هم ټینګار کړی چې د تهران له خوا د احتمالي توافق لپاره وړاندې شوې دي، او د دې مادو پر عملي کولو یې د بشپړ تعهد غوښتنه کړې ده.

