یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 151

رویټرز:واشنګټن د ایران جګړې په ملاتړ کې د کمزورې همکارۍ له امله پر ناټو د فشار زیاتول تر بحث لاندې نیولي

0

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په یوه داخلي ایمیل کې داسې د پالیسۍ احتمالي انتخابونه مطرح شوي چې هدف یې د ناټو هغه متحدین دي چې واشنګټن یې د ایران له جګړې سره د امریکا د عملیاتو په ملاتړ کې ناغېړي بولي.

د رویټرز د راپور له مخې ، د یوه امریکایي چارواکي په وینا ویل شوي چې په دغه ایمیل کې وړاندیز شوی چې ممکن ځینې هېوادونه، لکه هسپانیا، له ناټو څخه وځنډول شي، او همدارنګه د بریتانیا د فاکلنډ ټاپوګانو پر مالکیت د امریکا د دریځ بیاکتنه وشي.

دغه چارواکی وایي چې په یاد ایمیل کې د «هوایي، پوځي اډو او د تګ راتګ اجازه» (ABO) د نه ورکولو موضوع د جدي نارضایتۍ لامل بلل شوې او دا د ناټو لپاره «تر ټولو اساسي شرط» ګڼل شوی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې یو بل انتخاب دا دی چې هغه هېوادونه چې «ستونزمن» بلل کېږي، د ناټو له مهمو او لوړپوړو دندو څخه لرې کړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وړاندې ناټو متحدین نیولي او ویلي یې دي چې دوی د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره کافي نظامي مرسته نه ده کړې، او هغه حتی د ناټو څخه د امریکا د احتمالي وتلو اشاره هم کړې ده، خو رسمي پرېکړه لا نه ده شوې.

د پنټاګون چارواکو ویلي چې دا یوازې د داخلي بحثونو برخه ده او تر اوسه کومه رسمي پالیسي نه ده اعلان شوې، خو ټینګار شوی چې امریکا غواړي له خپلو متحدینو «واقعي او عملي ملاتړ» ترلاسه کړي، نه یوازې ظاهري همکاري.

رویټرز:د امریکا او ایران د احتمالي خبرو په تمه اسلام‌آباد تړلی پاتې دی

0

د رویترز د راپور له مخې، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کومې څرګندې نښې نه لیدل کېږي، د اسلام‌آباد پراخې سیمې لا هم تړلې پاتې دي.

د راپور په حواله، یو پاکستاني چارواکي ویلي چې دوی ته ویل شوي، ښايي دا مذاکرات هره ورځ ترسره شي، ځکه امنیتي چمتووالی لا هم دوام لري.

راپور زیاتوي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او یو شمېر لارې تړل شوې دي، څو که خبرې پیل شي، هر ډول احتمالي خطرونه کنټرول شي.

د چارواکو په وینا، سره له دې چې د خبرو د پیل دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې، خو د احتمالي ناستو لپاره تیاری روان ساتل شوی دی.

روسیې؛افغانستان ته د زرګونه ټنو اوړو بشري مرسته ولېږله

د د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان ته یې د بشري مرستو نوې جوپه لېږلې ده، چې په کې زرګونه ټنه اوړه شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، د ۳۹۷۶ ټنه اوړو له ټولې اندازې څخه لومړۍ برخه افغانستان ته رسېدلې او دا مرستې د د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د روسیې د ونډې په توګه لېږل شوې دي.

ویل شوي چې دغه مرستې به په ځانګړي ډول د هېواد په شمالي ولایتونو، لکه بلخ او شاوخوا سیمو کې وویشل شي، څو د اړمنو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

د راپور له مخې، د مرستو د سپارلو رسمي مراسم په مزار شریف کې ترسره شوي، چې پکې د بشري مرستو پر اهمیت او دوام ټینګار شوی دی.

ډونالډ ټرمپ:د ایران له‌خوا پر خلیجي هېوادونو بریدونه د توقع خلاف او خطرناک اقدام دی

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویل شوي چې د خلیج پر هېوادونو بریدونه یو ناسم او بې‌احتیاطه اقدام و.

هغه ټینګار کړی چې دا کار به وضعیت نور هم پېچلی کړي او داسې څه نه وو چې نړیواله ټولنه یې تمه ولري.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، مخکې داسې اټکل کېده چې که یوازې پر اسراییل برید وشي، ښايي ځینې خلک یې توجیه کړي، خو دا چې نور هېوادونه لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، کویټ او بحرین هم په نښه شي، دا یو غیرمتوقع او جدي بدلون دی.

هغه زیاته کړې چې دا ډول کړنې کولی شي سیمه لا بې‌ثباته کړي او نړیوال غبرګونونه راوپاروي.

ډونالډ ټرمپ:پر ایران فشار نشته، خو وخت یې مخ په ختمېدو دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ ټروت سوشیال ویلي، چې هغه له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر هېڅ ډول فشار لاندې نه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د وخت له پلوه امریکا محدودیت نه لري، خو د هغه په وینا، ایران له جدي وختي فشار سره مخ دی او فرصت یې مخ په پای ته رسېدو دی.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې، چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه له منځه تللي او د دفاعي سیستمونو لویه برخه یې ویجاړه شوې ده.

ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغه محاصره «پیاوړې او نه‌نفوذېدونکې» ده او وضعیت به لا پسې سخت شي.

هغه زیاته کړې، چې هر ډول احتمالي هوکړه به یوازې هغه مهال کېږي، چې هم د امریکا او هم د متحدینو او نړیوالې ټولنې په ګټه وي.

سنتکام:د «جورج اېچ ډبلیو بوش» الوتک وړونکې جنګي بیړۍ د هند سمندر ته داخله شوه

0

د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) اعلان کړی چې د «جرج اېچ ډبلیو بوش» الوتکه وړونکې جنګي بېړۍ د هند سمندر ته د دغه قوماندې د عملیاتي ساحې دننه داخل شوې ده.

سنتکام ویلي چې دغه بېړۍ د «نیمیتز» ټولګي ده او د امریکا د پوځي حضور د پراخولو په چوکاټ کې د منځني ختیځ او شاوخوا اوبو په سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.

د راپور له مخې، په همدې مهال نورې الوتکه وړونکې بېړۍ هم په سیمه کې موجودې دي؛ «ابراهام لنکلن» د عربي سمندر په شمالي برخه کې او «جرالډ آر. فورد» د سره سمندر په اوبو کې ځای په ځای شوي دي.

د عمرګلستان ښارګوټي جنجال؛د کابل ښاروالۍ د دولتي ملکیت ادعا کوي؛ خو اوسېدونکي یې د شخصي اسنادو په لرلو ټینګار کوي

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ وایي چې د نهمې ناحیې اړوند د “عمرګلستان ښارګوټی” د غصب شویو ځمکو د قضیو د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوی او رسماً ښاروالۍ ته سپارل شوی دی.

د ښاروالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه اقدام د ځمکو د غصب د کمېسیون د کړنلارې پر بنسټ عملي شوی او د شاوخوا ۱۰ جریبه ځمکې د دولتي ملکیت حیثیت یې تثبیت کړی دی.

خو په مقابل کې د عمرګلستان ښارګوټي اوسېدونکي دغه پرېکړه ردوي او وایي چې دوی د جمهوري نظام پر مهال د ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او املاکو ادارې څخه رسمي اسناد لري او اپارتمانونه یې په شخصي پیسو اخیستي دي.

اوسېدونکي ټینګار کوي چې د قانون له مخې له جبران پرته له خپلو کورونو ایستل غیرقانوني دي او هېڅ اداره حق نه لري چې د دوی استوګنې ته زیان ورسوي.

دوی زیاتوي چې د ښاروالۍ له لوري د ځینو کورونو مهرلاک کول او د وتلو غوښتنه د دوی د اندېښنو لامل شوې او د ګڼو کورنیو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

په دغه ښارګوټي کې شاوخوا ۸ بلاکونه جوړ شوي چې له مخې یې ۶۱۶ کورنۍ پکې مېشتې دي.

اوسېدونکي وایي چې د ستونزو د حل پر ځای، روان وضعیت د پانګوالو او ښاري اوسېدونکو لپاره بې‌باوري زیاته کړې ده.

د پزشکیان او قالیباف ګډ غبرګون ټرمپ ته:«ایران کې تندلاري او منځلاري نشته، ټول انقلابیان یو»

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د مشرانو جرګې رییس محمد باقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یو ګډ پیغام خپور کړی دی.

دواړو مشرانو په خپلې اېکس‌پاڼې کې لیکلي چې دوی به د رهبرۍ بشپړ اطاعت سره دښمن ته ماتې ورکړي او هغه به پښېمانه کړي.

په ګډ پیغام کې ټینګار شوی چې: «تندلاري او منځلاري نشته، موږ ټول ایرانیان او انقلابیان یو.»

تر دې وړاندې د قضايه قوې مشر محسني اژه‌يي هم د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ویلي وو چې په ایران کې یوازې یو رهبر شته.

بلخوا، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ټروت سوشال کې لیکلي وو چې ایران دا مهال له دې ستونزې سره مخ دی چې خپل رهبر وپېژني.

هغه ادعا کړې چې په ایران کې د تندلارو او منځلارو ترمنځ داخلي شخړې زیاتې شوې دي.

د افغانستان د سنوکر فدراسیون پخوانی رئیس:وحید اصغري د نامعلومه کسانو لخوا ووژل شو

د راپورونو له مخې، د افغانستان د سنوکر فدراسیون پخوانی رئیس وحید اصغري تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی او جسد یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

سرچینې وايي، نوموړی د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د کابل ښار د قلعه فتح‌الله له سیمې څخه، د خپل کور ته څېرمه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و.

د معلوماتو پر بنسټ، د هغه جسد نن ورځ د عدلي طب له لوري کورنۍ ته وسپارل شو.

وحید اصغري د افغانستان د سنوکر فدراسیون د رئیس په توګه کلونه فعالیت کړی و او د دې ورزشي برخې له پېژندل شوو څېرو څخه ګڼل کېده.

تر اوسه د دې پېښې د عاملینو او انګېزو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

ډونالډ ټرمپ:حتا د ایران لوړپوړي چارواکي هم نه پوهېږي چې د نظام رهبري یې څوک پرمخ وړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران په دې وروستیو کې د خپل سیاسي او مذهبي مشرتابه په پېژندنه کې له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال ویلي، چې حتا د ایران لوړپوړي چارواکي هم په څرګنده نه پوهېږي چې د نظام اصلي رهبري د چا په لاس کې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په ایران کې د سختدریځو او هغو ډلو ترمنځ چې ځانونه منځلاري بولي، داخلي اختلافونه زیات شوي دي.

د هغه په وینا، دغه شخړې په داسې حال کې روانې دي چې ځینې ډلې په جګړه کې له جدي ستونزو او ماتې سره مخ دي.

ټرمپ دغه وضعیت «ګډوډ او بې‌ثباته» بللی او ویلي یې دي چې د ایران دننه سیاسي حالت ورځ تر بلې پېچلی کېږي.