پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 144

د طالبانو حکومت:روان کال له افغانستان څخه ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د طالبانو حکومت د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دې ولایت شاوخوا ۲۳ زره ټنه انار بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د چارواکو په وینا، دا لومړی ځل دی چې د کندهار انار قطر ته هم صادر شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د کندهار انار پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، ازبکستان، روسیې، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته لېږدول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې سږ کال په کندهار کې د انارو له بڼونو شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه حاصل تر لاسه شوی دی.

امرباالمعروف؛په کاپیسا کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړل

0

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په کاپیسا ولایت کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول په رسمي ډول منع کړي دي.

له دې پرېکړې وروسته، د کاپیسا ملي تلویزیون خپل فعالیت راډیويي بڼې ته اړولی او خصوصي رسنۍ هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا بندیز به د بیان پر ازادۍ، د رسنیو پر فعالیت او د خلکو پر معلوماتو لاسرسي ناوړه اغېز ولري.

د یاد بندیز پلي کېدل دا مهال د کاپیسا په ګډون په ۲۵ ولایتونو کې اعلان شوي دي.

اروپايي ټولنې؛پر ایران نوي بندیزونه منظور کړل

0

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران نوي بندیزونه منظور کړي، چې هغه کسان او بنسټونه په نښه کوي چې د معترضانو په تاوتریخوالي ځپلو او له روسیې سره په همکارۍ کې ښکېل بلل کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، امکان شته اروپايي وزیران پر دې سیاسي هوکړې ته ورسېږي چې د ایران سپاه پاسداران د اروپايي ټولنې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي.

که دا پرېکړه وشي؛ نو سپاه به د داعش او القاعده په څېر ډلو سره په یوه کټګورۍ کې راشي.

محمد باقر قالیباف:امریکا د خبرو نه، بلکې د خپلې ارادې د تپل کېدو هڅه کوي

0

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي، هغه څه چې واشنګټن یې د «مذاکرې» په نوم یادوي، په اصل کې مذاکره نه ده بلکې د فشار او تحمیل هڅه ده.

قالیباف د CNN له خبریال سره په مرکه کې ټینګار کړی چې ایران له رښتینې او متقابل درناوي ولاړې خبرې رد نه کوي، خو هغه ډول خبرې چې د جګړې تر سیوري لاندې ترسره کېږي، د سیمې کړکېچ لا پسې زیاتوي.

نوموړي وویل: «موږ تل له واقعي ډیپلوماسۍ ملاتړ کړی، خو د امریکا ولسمشر د خبرو لپاره نه، بلکې د خپلې ارادې د تپل کېدو لپاره هڅه کوي. تحمیل مذاکره نه ده او موږ یې نه منو.»

قالیباف زیاته کړه، هغه خبرې چې د ایران د ولس ګټې پکې خوندي نه وي، هېڅ ارزښت نه لري او تهران به هېڅکله داسې مذاکرات ونه مني چې پایله یې یوازې امتیاز ورکول وي، نه متقابل درناوی او تضمین شوې ګټې.

سید اکبر اغا:د لس رکعته تراویحو لمونځ غیر مسوؤلانه پریکړه ده، او که سعودي دا پریکړه وانخلي مداخله به وکړو

پخواني طالب چارواکی سید اکبر اغا د سعودي عربستان اعلان، چې د تراویح لمونځ به له دې وروسته یوازې لس رکعته وي، «غیر مسؤلانه وینا» وبلله.

نوموړي په ایکس پاڼه لیکلي، چې د تراویح د لمونځ اوږدوالی د خلفاؤ راشدینو سنت دی، په ځانګړې توګه د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې.

هغه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث نقل کړی: «اصحابي كالنجوم بأيهم اقتديتم اهتديتم»، چې ټول مسلمانان باید د اصحابو د عمل په رڼا کې لارښود شي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې د کعبې شریفې خاوره د ټول مسلمانانو شریکه ده او ټول اهل اسلام د مشورې حق لري، او که مشوره ونشي، د مداخلې حق شته.

هغه زیاته کړې، چې د داسې مذهبي پرېکړو لپاره باید د اسلامي علماوو او د عامو مسلمانانو مطبوعاتي څرګندونې ترسره شي څو خپل مسؤلیت ادا شي.

رویټرز:عباس عراقچي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره د خبرو لپاره انقرې ته ځي

0

د رویټرز خبري اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د جمعې په ورځ ترکیې ته سفر وکړي او هلته به له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره خبرې وکړي.

د سرچینې په وینا، هاکان فیدان به عراقچي ته ووایي چې انقره د سیمې وروستي بدلونونه له نږدې څاري او د ایران امنیت، سوله او ثبات د ترکیې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

همداراز، فیدان به ټینګار وکړي چې ترکیه د ایران د اټومي پروګرام لپاره د ژر تر ژره یوې حل‌لارې د موندلو ملاتړ کوي او که اړتیا وي، په دې برخه کې د مرستې لپاره هم چمتو ده.

خیبر پښتونخوا؛وسله والو بریدګرو د یوې نظامي پوستې د جوړولو پرمهال دوه کارکوونکي ټپیان کړي او څلور نور یې تښتولي

0

نن د خیبر پښتونخوا په علیا سوات وزیرستان کې د مکین بازار پر یوې جوړیدونکې پولیسو پوستې نامعلومو وسله والو برید کړی.

د یاد برید په ترڅ کې د ډیره اسماعیل خان دوه نظامي کارکوونکي ټپیان شوي.

سربیره پر دې، وسله والو بریدګرو څلور کارکوونکي ژوندي تښتولي دي.

تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې د یاد برید مسولیت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت او روسیې؛د دفاعي همکاریو د پراختیا لپاره ناسته کړې

د روسیې د دفاع مرستیال وزیر واسیلي اوسمکوف د چهارشنبې په ورځ، په مسکو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید سره لیدلي او د دفاعي همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړي.

د روسیې دولتي رسنیو د راپور له مخې، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د خپلو دفاعي بنسټونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو لپاره به ګډ ګامونه پورته کړي او یو منظم او جوړښتي چوکاټ رامنځته کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

طاهر اندرابي:د غزې د سولې له بورډ سره د پاکستان ګډون د ابراهیمي تړونونو برخه نه ده

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د غزې د سولې له بورډ سره د پاکستان ګډون د دغه هېواد د بهرني سیاست په تګلارې کې د کوم بدلون معنا نه لري او دا باید د ابراهیمي تړونونو سره د یو ځای کېدو په توګه تعبیر نه شي.

اندرابي دا څرګندونې د خپلې اوونیزې خبري ناستې پر مهال کړي او زیاته کړه یې ده چې د سولې په بورډ کې ګډون یوازې د دیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې دی او له کوم پوځي، امنیتي یا ستراتیژیک اتحاد سره تړاو نه لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې له بورډ سره اړیکه د نړیوال ثبات ځواک (International Stabilisation Force) د غړیتوب یا ګډون معنا هم نه لري.

افغان او ترکي سوداګر؛په سړو خونو د ۱۵ مېلیونو ډالرو پانګونه کوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ چارواکي وايي، افغان او ترکي سوداګر د سړو خونو د تجهیز او تولیدي پروژو لپاره په کور دننه د ۱۵ مېلیونو ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

دا پانګونه به د کروندګرو او کورنیو تولیداتو د ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.

د کرنې خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري ویلي، چې پانګونه به په کابل صنعتي پارک کې ترسره شي او کروندګرو ته به د خپلو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي فرصت برابر کړي.

همداراز، د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا، په روان لمریز کال کې په ټول افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي، چې د ۲۰ څخه تر ۵۰۰۰ ټنو پورې د محصولاتو د ساتلو ظرفیت لري.