پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 145

خیبر پښتونخوا؛وسله والو بریدګرو د یوې نظامي پوستې د جوړولو پرمهال دوه کارکوونکي ټپیان کړي او څلور نور یې تښتولي

0

نن د خیبر پښتونخوا په علیا سوات وزیرستان کې د مکین بازار پر یوې جوړیدونکې پولیسو پوستې نامعلومو وسله والو برید کړی.

د یاد برید په ترڅ کې د ډیره اسماعیل خان دوه نظامي کارکوونکي ټپیان شوي.

سربیره پر دې، وسله والو بریدګرو څلور کارکوونکي ژوندي تښتولي دي.

تر اوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې د یاد برید مسولیت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت او روسیې؛د دفاعي همکاریو د پراختیا لپاره ناسته کړې

د روسیې د دفاع مرستیال وزیر واسیلي اوسمکوف د چهارشنبې په ورځ، په مسکو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید سره لیدلي او د دفاعي همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړي.

د روسیې دولتي رسنیو د راپور له مخې، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د خپلو دفاعي بنسټونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو لپاره به ګډ ګامونه پورته کړي او یو منظم او جوړښتي چوکاټ رامنځته کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

طاهر اندرابي:د غزې د سولې له بورډ سره د پاکستان ګډون د ابراهیمي تړونونو برخه نه ده

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د غزې د سولې له بورډ سره د پاکستان ګډون د دغه هېواد د بهرني سیاست په تګلارې کې د کوم بدلون معنا نه لري او دا باید د ابراهیمي تړونونو سره د یو ځای کېدو په توګه تعبیر نه شي.

اندرابي دا څرګندونې د خپلې اوونیزې خبري ناستې پر مهال کړي او زیاته کړه یې ده چې د سولې په بورډ کې ګډون یوازې د دیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې دی او له کوم پوځي، امنیتي یا ستراتیژیک اتحاد سره تړاو نه لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې له بورډ سره اړیکه د نړیوال ثبات ځواک (International Stabilisation Force) د غړیتوب یا ګډون معنا هم نه لري.

افغان او ترکي سوداګر؛په سړو خونو د ۱۵ مېلیونو ډالرو پانګونه کوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ چارواکي وايي، افغان او ترکي سوداګر د سړو خونو د تجهیز او تولیدي پروژو لپاره په کور دننه د ۱۵ مېلیونو ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

دا پانګونه به د کروندګرو او کورنیو تولیداتو د ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.

د کرنې خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري ویلي، چې پانګونه به په کابل صنعتي پارک کې ترسره شي او کروندګرو ته به د خپلو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي فرصت برابر کړي.

همداراز، د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا، په روان لمریز کال کې په ټول افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي، چې د ۲۰ څخه تر ۵۰۰۰ ټنو پورې د محصولاتو د ساتلو ظرفیت لري.

سي‌ان‌ان:ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پراخ پوځي برید د امکان خبر ورکړی

0

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي اقداماتو په اړه غور کوي.

دا پرېکړه د واشنګټن او تهران ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو د تولید د مخنیوي لپاره د لومړنیو خبرو اترو د ناکامۍ وروسته شوې ده.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که امریکا پرېکړه وکړي، نو پر ایران به راتلونکی برید ډېر سخت او پراخ وي.

د راپور له مخې، په دې بحث کې د امریکا د ملي امنیت لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي، چې د احتمالي پوځي عملیاتو په پلان جوړونه کار کوي.

د دې تر څنګ، د ایران چارواکو هم د هر ډول بهرني پوځي فشار پر وړاندې د دفاع د چمتوالي خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي، چې که برید وشي، تهران به سخت ځواب ورکړي.

د اسلام‌اباد یوې محکمې؛د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر د نیولو امر کړی

0

وروسته له هغه چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی د دولتي ادارو پر ضد د بې‌اساسه تورونو د قضیې په تړاو محکمې ته حاضر نه شو،.د اسلام اباد یوې محکمې د هغه د نیولو امر کړی.

د جيونیوز د راپور له مخې، د اسلام‌اباد محکمې د چهارشنبې په ورځ پولیسو ته لارښوونه کړې چې سهیل اپرېدي ونیسي او د فبرورۍ پر ۱۰مه یې محکمې ته وړاندې کړي.

پر هغه د سایبري جرمونو د مخنیوي قانون له مخې قضیه ثبت شوې؛ خو تر اوسه د اعلی وزیر او د هغه د دفتر له لوري په دې اړه غبرګون نه دی ښودل شوی.

د جرمني لومړی وزیر:د ایران اوسنی رژیم ولسي مشروعیت نه لري

0

د جرمني لومړي وزیر فرېدرېش مېرڅ ویلي، د ایران اوسنی حکومت د خلکو ملاتړ نه لري او خپل واک یې یوازې د زور او وېرې له لارې ساتلی دی.

هغه ټینګار کړی چې داسې نظام د ولس استازیتوب نه شي کولای او د دوام امکان یې ډېر محدود دی.

نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د رومانیې له صدراعظم سره په ګډه غونډه کې کړې او د ایټالیا له هغه وړاندیز یې ملاتړ کړی چې غواړي د ایران سپاه پاسداران د اروپايي ټولنې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

د هغه په وینا، که څه هم ځینې اروپايي هېوادونه لا هم پوره چمتو نه دي؛ خو په دې اړه بحثونه روان دي.

سیګار؛له ۱۷ کلونو وروسته افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې څارنې ادارې یا سیګار اعلان کړی چې له ۱۷ کلونو فعالیت وروسته به د روانې جنورۍ په پای کې خپل کار په رسمي ډول پای ته ورسوي.

د یادې ادارې وروستۍ کاري ورځ د جنورۍ ۳۱مه ټاکل شوې ده.

سیګار په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له لوري د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او لګښتونو د څار په موخه جوړ شوی و.

دې ادارې د خپل فعالیت پر مهال د بیارغونې په پروژو کې د فساد، ناوړه استفادې او درغلیو ګڼې پېښې افشا کړې دي.

د سیګار د وروستي راپور له مخې، امریکا تر پوځي وتلو وروسته هم د افغانستان تر ټولو ستر تمویلونکی پاتې شوې او یوازې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې ۳،۸ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

سیګار ویلي چې د طالبانو حکومت له دغو مرستو ګټه اخیستې ده.

عباس عراقچي:د ایران وسله وال ځواکونه د هر احتمالي برید پر وړاندې ګوته پر ماشه ولاړ دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د هېواد وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ چمتو دي او د دفاع لپاره ګوته پر ماشه ولاړ دي.

دا څرګندونې د هغه د امریکا د ولسمشر د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې کړې دي.

عراقچي ویلي، که څه هم ایران له امریکا سره د اټومي خبرو اترو هرکلی کوي؛ خو د یورانیمو د غني‌کولو له حقه به په هېڅ صورت تېر نه شي.

په ورته وخت کې، د ایران د دفاعي شورا غړي علي شمخاني خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به د پراخې جګړې پیل وي او سخت ځواب به ولري.

همداراز، د سپاه پاسداران ویاند ویلي چې د ایران پر ضد پوځي فشار ناکام شوی او تهران د ټولو احتمالي سناریوګانو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت:د ایران حکومت اقتصاد ویجاړ کړی او اعتراض کوونکي یې په زور ځپلي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایکس شبکه کې په فارسي حساب کې ویلي، د ایران حکومت د هېواد اقتصاد ویجاړ کړی او وروستي اعتراضونه یې په تاوتریخوالي ځپلي دي.

د بیان له مخې، د حکومت پالیسۍ خلک د لومړنیو اړتیاوو له پوره کولو عاجز کړي او دا د اعتراضونو مهم لامل دی.

په پیغام کې ویل شوي، ګڼ شمېر کسان یوازې د اعتراض او د نظر د څرګندولو له امله وژل شوي دي.

همداراز، د قربانیانو کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره سره د مړو د سپارلو او ښخولو لپاره پیسو ورکولو یا پور اخیستو ته اړ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا کړنې نفرت‌انګېزې او غیرانساني بللې دي.