د ایران د پوځ لوی درستیز لوړپوړي جنرال امیر حاتمي خبرداری ورکړی چې د هېواد وسلهوال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ جنګي چمتووالی لري او ویلي یې دي: «ګوتې مو په ماشه دي او د دښمن هر حرکت ته به سمدستي ځواب ورکړو.»
نوموړي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د له منځه تلو خوب دې څوک نه ګوري او زیاته کړې یې ده چې د ایران پوځ د امیرانو، سردارانو، افسرانو او زرګونو سرتېرو څخه جوړ دی چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به د هېواد دفاع کوي.
حاتمي خبرداری ورکړی چې که هر ځواک د ایران پر حاکمیت، امنیت یا ملي ګټو برید وکړي، نو ځواب به یې سخت، چټک او نه بښونکی وي.
ښاغلي نبیل خبرداری ورکړی چې په دې وروستیو کې یو کس چې د پاکستان استخباراتو سره اړیکې لري چې ظاهراً اشاره یې د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان آڅکزی ته ده، ویلي د افغانستان د یوه پېژندل شوي قوم له نوم او تخلص څخه په ابزاري ډول کار اخلي او د «نجات» تر عنوان لاندې د هېواد لپاره نسخې وړاندې کوي.
د افغانستان دغه پخواني استخباراتي چارواکي ویلي، افغانان دومره ساده او بېحافظې نه دي چې هغه تکراري روایتونه ومني چې د پاکستان د امنیتي او استخبارتي ادارو له فکر او ستراتیژۍ سره ښکاره ورته والی لري، خو د خواخوږۍ او ژغورنې تر شعار لاندې وړاندې کېږي.
انجینیر رحمت الله نبیل ټینګار کړی چې د پاکستان استخباراتو په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د جګړو، افراطیت او ورانۍ په بهیر کې نه انکارېدونکی رول لوبولی، او په هېواد کې داسې کورنۍ او کلی نشته چې د دغو پروژو قرباني یې نه وي ورکړې.
هغه زیاته کړې چې د ژبې، لباس او شعار بدلون د دې تور تاریخ د پاکولو توان نه لري.
رحمتالله نبیل د تاریخ له تجربو یادونه کړې او ویلي یې دي چې بهرني استخباراتي مهندسان، لکه جنرال اختر عبدالرحمن او کرنیل امام، هم پخوا د افغانستان د سیاست د کنټرول هڅه کړې وه، خو تاریخ وښودله چې دا پروژې ناکامې شوې.
هغه په پای کې ویلي چې افغانانو که څه هم په خپلو منځونو جګړې کړې دي، خو د روغې جوړې توان لري، او د بهرني دښمن پر وړاندې ژوره تاریخي حافظه لري؛ داسې حافظه چې د جامو او شعار په بدلولو سره له منځه نه ځي.
تر اوسه د پاکستاني حکومت یا امنیتي ادارو له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو راپورونه ښيي چې په یو شمېر سیمو کې امنیتي حالت ترینګلی شوی.