پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 140

سراج الحق:په بلوچستان کې ترهګري او ناامني د اندېښنې وړ ده

0

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق د بلوچستان د ترهګرۍ د پېښو د دوام په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه خبرداری ورکړی چې د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژل او د امن او امان خراب وضعیت د هېواد لپاره جدي ستونزه ده.

سراج الحق په ایکس پوسټ کې ویلي، وروستيو بریدونو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او د حکومت او دولتي ادارو ناکامه تګلارې د پوښتنو لاندې دي.

هغه ټینګار کړی، چې د بلوچستان د خلکو ساتنه د دولت لومړنی مسوولیت دی، خو بدبختانه وضعیت ورځ تر بلې لا خرابېږي.

نوموړي د حکومت او امنیتي ادارو له خوا د عاجلو، سنجیده او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې څو د دې خونړي کړکېچ مخه ونیول شي او ولس ته یو خوندي چاپېریال برابر شي.

بلوڅ مدافعین:برېتانیا دې بلوچستان په رسمیت وپېژني

0

د بلوڅانو د حقونو یو شمېر مدافعینو نوی کمپاین پیل کړی او له برېتانیا یې غوښتي چې بلوچستان په رسمیت وپېژني.

د دوی په وینا، برېتانیا په ۱۹۴۷ کال کې د هند د وېش پر مهال د پاکستان جوړېدو کې برخه درلوده او اوس اخلاقي مسوولیت لري چې د بلوچستان د سیاسي وضعیت په اړه پرېکړه وکړي.

کمپاینران وايي، د بلوچستان جمهوریت باید په رسمیت وپېژندل شي او هغه دوه اړخیز تړونونه چې د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د بلوچستان او برېتانیا ترمنځ شوي وو، باید بیا نوي شي.

بلخوا، په اسلام‌ آباد کې د برېتانیا سفارت وروستي وسله‌ وال بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د “ترهګرۍ” پر ضد د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي او د سولې او امنیت ملاتړ کوي.

له تېرې ورځې راهیسې په بلوچستان کې د بلوڅ آزادۍ غوښتونکو ځواکونو عملیات روان دي چې په لسو لویو ښارونو کې یې لسګونه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

زلمي خلیلزاد:د پاکستان په بلوچستان کې ستراتیژي ناکامه شوې

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، ویلي چې د پاکستان په بلوچستان کې ستراتیژي ناکامه شوې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې دا ناکامي د تېرې ورځې د بلوڅانو د پراخو او همغږو بریدونو له امله روښانه شوه.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د پاکستان د امنیتي او پوځي ستراتیژۍ په جوړښت کې ژوره ستونزه شته او اړینه ده چې بدلون پکې راشي.

تحریک انصاف ګوند:د پاکستان اساسي قانون او د سترې محکمې خپلواکي په خطر کې ده

0

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هېواد قاضي القضات ته په یو پرانېستي لیک کې ویلي، چې د پاکستان اساسي قانون د بحران سره مخ دی او د سترې محکمې خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده.

تحریک انصاف ګوند په لیک کې د حکومت د خپلسریو او د قضایي پرېکړو د سپکاوي پر وړاندې د محکمې په بې‌پریکړه ګامونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په لیک کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د سیاسي غچ اخیستنې، د ګوند غړو د غیر قانوني نیونو او شکنجې یادونه شوې او ویل شوي چې بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

ګوند له قاضي القضات څخه غوښتنه کړې، چې د محکمې حکمونه په بشپړه توګه پلی کړي، سرغړونکي چارواکي دې قانون ته وړاندې شي او د سیاسي بندیانو او لادرکه شویو کسانو قضیو کې بیړني اقدامات وکړي.

تر اوسه پورې د پاکستان قضا په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

محسن نقوي:په بلوچستان کې د وروستیو بریدونو تر شا د هند لاس دی

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، هغه وروستي خونړي بریدونه چې پرون په بلوچستان کې ترسره شول، د هند په ملاتړ او لاس وهنه ترسره شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې دغه بریدونه د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره طرحه شوي وو.

د راپورونو له مخې، د بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌والو ډلو له خوا په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

بل لور ته، پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغو نښتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا د متقابلو عملیاتو په ترڅ کې ۹۲ تنه بلوڅ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

تر اوسه د هند حکومت د پاکستان د دغو تورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ذبیح الله مجاهد:د شیخ هبت‌الله د حکم پر اساس یو شمېر حکومتي بستونو کې بدلونونه اعلان شول

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم له مخې په یو شمېر دولتي بستونو کې بدلونونه او نوې ګمارنې رامنځته شوې دي.

د دې بدلونونو له مخې، عزیزالرحمن منصور چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پخوانی معین و، د پروان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

همدارنګه، د پروان پخوانی والي محمد ادریس انوري د ادارې د عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رییس په توګه، تورجان احمدي، چې مخکې د نیمروز د والي مرستیال و، د دایکندی د نوي والي په توګه، نجیب‌الله بدخشي، د لغمان پخوانی امنیه قومندان، د نیمروز د والي د مرستیال په توګه معرفي شوی او نجیب‌الله رفیع، د دایکندی پخوانی والي، د سترې محکمې د قطعاتو د عمومي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

په یاد حکم کې د معینانو، امنیه قومندانانو او یو شمېر ولایتي او مرکزي رییسانو په کچه نور بدلونونه هم شامل دي.

ډونالډ ټرمپ:هند به د ایران پر ځای د وینزویلا نفت واخلي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ایرفورس ون الوتکه کې خبریالانو ته ویلي چې هند به د ایران پر ځای د وینزویلا نفت واخلي.

هغه ویلي: «موږ دا تړون له مخکې ترسره کړی دی.»

د ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې رویټرز د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې امریکا نوي ډهلي ته ویلي ښايي ډېر ژر د وینزویلا د نفتو اخیستلو ته اجازه ورکړي، څو د روسیې د نفتو واردات بدیل کړي.

د هند لپاره د وینزویلا د خام نفتو د برابرولو هڅه په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن غواړي د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې له امله د دغه هېواد د نفتو عواید کم کړي.

ټرمپ تېر کال د مارچ په میاشت کې پر هغو هېوادونو چې د وینزویلا نفت اخلي، ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله، چې هند هم پکې شامل و.

ټرمپ دا هم وویل چې چین هم کولای شي د وینزویلا د نفتو د اخیستلو لپاره له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

بلوچ ازادي غوښتونکی غورځنګ:نوشکي او د کوټې له موسی کالونۍ تر لک پاس پورې سیمه مو تر کنټرول لاندې راوسته

0

بلوچ ازادي‌غوښتونکي پوځ (BLA) ادعا کړې چې د بلوچستان په لوېدیځ کې یې نوشکي او د کوټې له موسی کالونۍ تر لک پاس تونل پورې اوږده ستراتیژیکه لار په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

د یادې ډلې په وینا، د دوی وسله‌والو ځواکونو په یادو سیمو کې د حکومتي ځواکونو پوستې نیولي او د پوځ تګ راتګ یې محدود کړی دی.

بل خوا، راپورونه وایي، په خاران، ګوادر، مستونګ او دالبدین ولسوالیو کې لا هم سختې نښتې روانې دي، چې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي، خو تر دې دمه یې کره شمېرې نه دي خپرې شوي.

ځايي سرچینې وایي چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله په ګڼو سیمو کې انټرنېټ او مخابراتي خدمات ځنډول شوي.

آینه درخانۍ:بلوچ آزادي غوښتونکو د پاکستان د ښارونو د نیولو جرات وښوده

د ښځو او بشري حقونو فعالې آینه درخانۍ لیکلي، د بلوچستان ازادۍ غوښتونکو سرمچارانو د هندا موټرسایکل په وسیله ښار ته د ننوتلو پر مهال داسې مهال ننوتل چې ګوندې د فلم کومه صحنه نندارې ته وړاندې کېږي.

اغلې درخانۍ لیکلي، دې پېښې خلکو ته ښکاره کړه چې دوی یوازې د ټویټر یا فلمونو په پرده نه، بلکې په حقیقت کې هم خپل جرئت او وړتیا ښودلې او د بلوچستان د نیولو هوډ یې ښکاره کړی.

بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ:د لس ساعتو په ترڅ کې ۸۴پاکستاني پوځیان او امنیتي چارواکي وژل شوي

0

بلوچ ازادۍ غوښتونکي غورځنګ (BLA) د دوهم پړاو هیروف عملیاتو په نامه په بلوچستان کې د پراخې جګړې تازه معلومات شریک کړي.

د دې ډلې په وینا، د ۱۴ ښارونو په ۴۸ موقعیتونو کې یې همغږي شوي بریدونه کړي او د لسو ساعتونو لپاره یې په ځینو سیمو کې “کلک کنټرول” درلود.

دغه وسله وال غورځنګ ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې ۸۴ د پاکستان پوځ، پولیس او استخباراتي ځواکونه وژل شوي او ۱۸ نور بندیان شوي دي.

د دغه ډلې لخوا ویل شوي چې ګڼ شمېر دولتي ودانۍ سوځول شوې او امنیتي وسایط له منځه تللي.

له بلې خوا، د پاکستان حکومت وايي چې ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي، ۳۷ BLA جنګیالي وژل شوي او د نورو بریدونو مخه د پولیسو او فرنټیر کورس لخوا نیول شوې.

بل خوا، لا هم په کوټه کې د سرې سیمې شاوخوا جګړې او چاودنې دوام لري.