پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 14

ایران:امریکا د اوربند په نقض سره وښودله چې خپلو ژمنو او تعهداتو ته ژمنه نه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه تازه هوايي بریدونه غندلي چې د هېواد د جنوبي ساحلي سیمو پر نظارتي تاسیساتو شوي دي، او دا یې د اوربند بیا نقض بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا وروستي بریدونه ښيي چې واشنګټن خپلو ژمنو او نړیوالو تعهداتو ته درناوی نه کوي او د اوربند شرایط نه مراعتوي.

ایران ټینګار کړی چې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره به له ټولو ممکنو لارو اقدام وکړي او د بهرنیو پوځي بریدونو پر وړاندې به مقاومت جاري ساتي.

سپاه پاسداران:په کويټ او بحرين کې مو د امريکا پر اته پوځي اهدافو بريدونه کړي

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر اته پوځي اهدافو د ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه اهداف د کویټ د علي‌السالم هوايي اډه او د امریکا د سمندري ځواکونو ځینې تاسیسات وو، او دا بریدونه د امریکا د وروستیو حملو په ځواب کې ترسره شوي دي.

کویټ ویلي چې د دوی د هوايي دفاع سیستمونو د برید ځینې ډرونونه شنډ کړي، خو امریکا تر اوسه د احتمالي زیان په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونو په ایران کې د توغندیو زېرمې، د بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه او ساحلي راداري تاسیسات په نښه کړي دي.

ډونالډ ټرمپ، ايران ته:داسې حالت ته مې مه اړ کوئ چې نور د زغم امکان پاتې نه وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په ایران کې د توغندیو مرکزونه، د پوځي څارنې تاسیسات، مخابراتي شبکې او د هوايي دفاع او بې‌پیلوټه الوتکو اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که ایران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به لا سخت پوځي اقدامات ترسره کړي.

ټرمپ ویلي چې ښايي داسې وخت راشي چې نور د زغم امکان پاتې نه شي او امریکا به اړ شي خپل پیل کړي عملیات په بشپړ ډول په پوځي بڼه پای ته ورسوي.

د هغه په وینا، په داسې صورت کې به ایران له سختو او پراخو پایلو سره مخ شي.

د کراچۍ پر رېنجرز کمپ برید؛اووه پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو پاکستان يو ځل بيا د یوه افغان تبعه د نیولو ادعا کړې

د پاکستان پوځ ویلي، چې تېره شپه د کراچۍ په ښار کې د پاکستان رېنجرز (سند) پر یوه کمپ وسله‌وال برید شوی دی.

د پوځ د اعلامیې له مخې، بریدګرو لومړی د کمپ په اصلي دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته یې د امنیتي کمربند د ماتولو هڅه وکړه؛ خو د رېنجرز ځواکونو درې بریدګر ووژل او یو ټپي بریدګر یې ژوندی ونیوه.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې نیول شوی بریدګر د افغانستان تبعه دی او برید د جماعت الاحرار ډلې له لوري ترسره شوی، چې اسلام‌اباد یې د هند ملاتړې ډله بولي.

د اعلامیې له مخې، په نښته کې درې پاکستاني سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

پوځ ویلي، په سیمه کې د پلټنې او چاڼ عملیات روان دي او د ترهګرۍ ضد عملیات به د عزم استحکام تر نوم لاندې دوام ولري.

همدارنګه یې ویلي چې د دې برید د عاملانو پر ضد به غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړي.

د يادونې ده چې پاکستان هر کله خپل هېواد کې د بريدونو تور د طالبانو پر حکومت لګوي؛ خو د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړې او او ويلي چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي.

د هرمز تنګي کړکېچ؛پر ایران د امريکا له تازه بریدونو وروسته، عربي هېوادونو کې د خطر زنګ وهل شوی

د هرمز تنګي ته نږدې پر یوې سوداګریزې بېړۍ له ډرون برید وروسته، امریکا د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره د ایران د سیریک، لنګه بندر او قشم ټاپو سیمې په نښه کړې دي.

په همدې حال کې په بحرین کې د هوايي برید زنګ وهل شوی او د کویټ پوځ ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاع د توغندیزو او ډرون ګواښونو پر وړاندې فعاله ده.

ایران ټینګار کوي چې هرمز تنګی د بهرنیو بریدونو د مخنیوي لپاره مهم ستراتیژیک اهرم دی او نه غواړي له دې وسیلې تېر شي.

بل لور ته، اسراییلو هم د لبنان په جنوب کې هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی دی.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ایران او امریکا د تاوتریخوالي د کمولو او شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو لومړی پړاو هم ترسره کړی دی.

په آزاد کشمیر کې؛د کړکېچ د حل لپاره د جماعت اسلامي د مشر د منځګړیتوب اعلان

په آزاد کشمیر کې د ستونزو د ختمولو او د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د مولانا فضل الرحمن د منځګړیتوب وړاندیز له منلو وروسته، د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمان هم د منځګړي رول لوبولو اعلان کړی دی.

هغه ویلي چې د مسئلې د حل لپاره ګډ او ټولیزه هڅه ضروري ده، ځکه چې انفرادي هڅې ښايي دومره اغېزمنې نه وي.

د نوموړي په وینا، د ټولو اړخونو په همغږۍ سره کار کول کولی شي د سیمې د کړکېچ د کمېدو او ثبات په راوستلو کې مهم رول ولوبوي.

د يادونې وړ ده چې په کشمیر کې څو ورځې وړاندې د پاکستان د حکومت ضد اعتراضونو کې ۲۴ تنه وژل شوي وه او تر اوسه دغه اعتراضونه دوام لري.

ماهرنګ بلوڅ؛هغه نوم چې د بلوچستان سیاست یې بدل کړ

لیکواله: سیلۍ ودان

په سیاسي مبارزو کې ځینې شخصیتونه یوازې د یوې ادارې یا غورځنګ مشري نه کوي، بلکې د ټولنې د هویت او ګډو هیلو استازیتوب هم کوي.

د ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ نوم نن د بلوچستان د بشري حقونو، مدني مبارزې او سیاسي حق غوښتنې له بحثونو سره تړلی دی.

که څه هم د هغې د سیاسي دریځونو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي، خو دا حقیقت نه شي انکار کېدای چې ماهرنګ بلوڅ د بلوچستان په معاصر سیاسي تاریخ کې پر یوه اغېزناک شخصیت بدله شوې ده.

د هغې ملاتړي باور لري چې د بشري حقونو، د جبري بې‌درکیو د قربانیانو د عدالت غوښتنې او د سوله‌ییزو مدني فعالیتونو په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.

د ماهرنګ بلوڅ نفوذ اوس یوازې د یوه سیاسي فعال تر کچې محدود نه دی.

د هغې نوم د هغو زرګونو خلکو د هیلو او غوښتنو استازیتوب کوي چې ځانونه د عدالت، عزت او قانوني حقونو غوښتونکي بولي.

له همدې امله، د هغې شخصیت د سازماني رهبرۍ له چوکاټه وتلی او د ټولنیز او سیاسي هویت یوه نښه ګرځېدلې ده.

د هغې د راتلونکي په اړه کره وړاندوینه ناشونې ده، ځکه سیاسي حالات، قضایي پرېکړې او ټولنیز بدلونونه تل د بدلېدو په حال کې وي؛ خو د هغې ملاتړي باور لري چې د ماهرنګ بلوڅ نظریات، لیکنې او مدني فعالیتونه به د بلوچستان د سیاسي تاریخ یوه نه جلا کېدونکې برخه پاتې شي او د بشري حقونو او سوله‌ییز سیاسي ګډون په اړه به بحثونو ته دوام ورکړي.

تاریخ ډېری وخت خلک یوازې د هغو د مقامونو او رسمي دندو له مخې نه ارزوي، بلکې د هغو پوښتنو او ارزښتونو له مخې یې یادوي چې ټولنې یې ورسره مخامخ کړې وي.

له همدې امله، د ماهرنګ بلوڅ نوم هم د سیاست، بشري حقونو او ټولنیز بدلون په بحثونو کې د یوه مهم شخصیت په توګه مطرح شوی او د هغې مبارزه لا هم د بېلابېلو نظرونو او بحثونو موضوع ده.

پایله دا ده چې هر نسل داسې کسان لري چې ژوند یې د خپلې ټولنې له هیلو او دردونو سره تړل کېږي.

ډاکټره ماهرنګ بلوڅ هم د خپلو پلویانو په نظر یوه داسې څېره ده چې د ډاکټرې له مسلک څخه یې د مدني مبارزې تر ډګره سفر کړی او د عزت، عدالت او بشري حقونو د غوښتنې سمبول ګرځېدلې ده.

وروستی قضاوت به تاریخ او راتلونکې نسلونه کوي، خو تر دې دمه د هغې کیسه د بلوچستان د بشري حقونو، سوله‌ییزې مبارزې او د فردي زړورتیا او ولسي هیلو ترمنځ د اړیکې یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

د یوریشیا علمي مرکز؛هارون حکيمي ته د غوره والي د ستوري ايوارډ ورکړ

د یوریشیا علمي مرکز د افغانستان د پخواني حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال ډاکټر هارون حکیمي د نوي کتاب مخکتنه وکړه او هغه ته یې د غوره والي د ستوري ايوارډ ورکړ.

دا غونډه د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۶مه د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د یوریشیا علمي مرکز له لوري جوړه شوې وه.

په دې مراسمو کې ډاکټر هارون حکیمي خپل تازه چاپ شوی کتاب “سرچینې، ځواک او ملت جوړونه” د خپلو څېړنو او موندنو په اړه ګډونوالو ته وړاندې کړ او وروسته یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د یوریشیا مرکز مشر ډاکټر جوزف جانکو او مرستیال ډاکټر رالف ویني د مشرتابه بورډ په استازیتوب ډاکټر حکیمي ته د غوره والي ستوري ايوارډ ورکړ.

هغوی وویل چې دا د دغه مرکز له مهمو او لوړو افتخاراتو څخه ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د همدې کال د مې په ۱۵مه، د امریکا د نړیوال سیاست پوهنتون هم ډاکټر حکیمي ته د همدې کتاب د خپرېدو او علمي لاسته راوړنو په ویاړ کلنۍ جایزه ورکړې وه.

پاکستان؛کراچۍ ښار کې د پولیسو پر مرکز ځانمرګی برید شوی

د پاکستان د کراچۍ ښار په ګلستانِ جوهر ۹م بلاک او د پوهنتون سړک ته نږدې سیمو کې د سختو چاودنو او شدیدو ډزو راپورونه ورکړل شوي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، لومړۍ چاودنه خورا زوروره وه، او وروسته د دوو نورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

عیني شاهدان وایي چې له چاودنو وروسته په سیمه کې اوږده موده شدیدې ډزې روانې وې.

ځینې سرچینې ادعا کوي چې پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې او بریدګر د رېنجرز په نوم یوې پوستې یا مرکز ته نږدې ځان الوځولی دی.

تر دې دمه د مرګ ژوبلې کره معلومات نه دي څرګند شوي.

د بي‌بي‌سي څېړنه:افغان کډوال د ترکيې پر پوله وهل شوي، لوټل شوي او په سخته یخنۍ کې پرېښودل شوي

0

بي‌بي‌سي په يو څېړنیز راپور کې ويلي، یو شمېر افغان کډوالو ادعا کړې چې د ترکیې سرحدي ځواکونو له نیولو وروسته ورسره سخت چلند کړی، پیسې او شخصي توکي یې ترې اخیستي او وروسته یې د ایران پولې ته نږدې په سخته یخنۍ کې پرې ایښي دي.

راپور، چې د بي‌بي‌سي ترکي څانګې خپور کړی، د هغو ۱۲ افغان کډوالو له څرګندونو جوړ شوی چې وایي د روان کال په جنورۍ کې د وان ولایت په سرحدي سیمه کې له یوې شاوخوا ۵۰ کسیزې ډلې سره نیول شوي وو.

د دوی په وینا، تر نیول کېدو وروسته څو ورځې په سختو شرایطو کې ساتل شوي، وهل شوي او وروسته د منفي ۱۵ درجې سانتي ګراد په سړه هوا کې د ایران پر لور شړل شوي دي.

کډوال ادعا کوي چې د سختې یخنۍ له امله د ۱۱ کسانو لاسونه او پښې پرې شوې او لږ تر لږه ۲۰ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې د هغو کسانو بېلګې هم یادې شوې چې د یخ وهلو له امله یې د بدن غړي پرې شوي دي.

بل لور ته، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې سرحدي ځواکونه د ملي او نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې عمل کوي او له نیول شویو کډوالو سره د انساني کرامت له مخې چلند کېږي.

د وزارت په وینا، ناقانونه کډوال د ساتنې پر مهال خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.