د هرمز تنګي ته نږدې پر یوې سوداګریزې بېړۍ له ډرون برید وروسته، امریکا د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره د ایران د سیریک، لنګه بندر او قشم ټاپو سیمې په نښه کړې دي.
په همدې حال کې په بحرین کې د هوايي برید زنګ وهل شوی او د کویټ پوځ ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاع د توغندیزو او ډرون ګواښونو پر وړاندې فعاله ده.
ایران ټینګار کوي چې هرمز تنګی د بهرنیو بریدونو د مخنیوي لپاره مهم ستراتیژیک اهرم دی او نه غواړي له دې وسیلې تېر شي.
بل لور ته، اسراییلو هم د لبنان په جنوب کې هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی دی.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ایران او امریکا د تاوتریخوالي د کمولو او شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو لومړی پړاو هم ترسره کړی دی.

