پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 130

ایران:ډونالډ ټرمپ دروغجن دی

0

د ایران د ملي امنیت د کمېسیون ویاند، ابراهیم رضایي په اېکس کې لیکلي چې ډونالډ ټرمپ دروغجن دی.

هغه ویلي چې ایران له خپلو سرو کرښو هېڅکله نه اوړي او نه به واوړي.

دا څرګندونې د ایران له لوري په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له مسقط د مذاکراتو ویلي چې داسې ښکاري ایران ډېر غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې، دواړه خواوې د خبرو د جزیاتو په اړه محتاط پاتې شوي؛ خو څرګندونې ښيي چې د دواړو لورو د خبرو اترو له لارې د هوکړې د ممکنه هڅو موضوع تر بحث لاندې ده.

داعش خراسان:د اسلام آباد پر جومات ځانمرګی برید موږ کړی

0

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د تېرې جمعې ورځې پر یوه جومات د شوي ځانمرګي برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

یادې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې دا برید د دوی د جنګیالیو له‌خوا ترسره شوی دی.

بلخوا، د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته پاکستان پر هند تور پورې کړی و چې ګواکې په دغه برید کې لاس لري، خو د هند حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد دې د نورو هېوادونو د تورنولو پر ځای خپل کورنی امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.

همداراز، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف پر بلوچستان د وسله‌والو تحرکاتو او د اسلام‌اباد پر جومات برید د طالبانو حکومت ته منسوب کړي وو، خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په غبرګون کې ویلي چې پاکستان په بې‌منطق او عجولانه څرګندونو سره نشي کولای پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده واچوي او خپلې داخلي ستونزې پر افغانستان وتپي.

پمپیو:ایران دې له امریکا سره د مذاکراتو د بریا لپاره دا درې شرطونه ومني

0

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په اېکس کې د ایران او امریکا ترمنځ په عمان کې د روانو مذاکراتو په اړه لیکلي چې یوازینۍ د منلو وړ پایله باید د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د بالېسټیک توغندیو له منځه وړل او له ترهګرۍ د تهران د ملاتړ پای ته رسول وي.

پمپیو په خپله لیکنه کې ټینګار کړی چې له دې پرته هره بله پایله د منلو نه ده او شک یې څرګند کړی چې د ایران مشرتابه به دغو شرطونو ته غاړه کېږدي.

نوموړي په طنزي ژبه زیاته کړې: «که څوک فکر کوي چې آیت‌الله به دا ومني؛ نو زه په بروکلین کې د پل د خرڅولو لپاره هم وړاندیز لرم.»

د پمپیو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو او تماسونو په اړه بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د راتلونکې په اړه بحثونه روان دي.

ټایمز ورځپاڼه:بریتانیا خپلې اف–۳۵ جنګي الوتکې قبرس ته ولېږدولې

0

ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریتانیا د دې اندېښنو له امله، چې ښايي امریکا پر ایران پوځي برید وکړي او سیمه یوې پراخې شخړې ته ولاړه شي، خپلې جنګي الوتکې قبرس ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د بریتانیا شپږ اف–۳۵بي ډوله جنګي الوتکې د جمعې په ورځ، د دغه هېواد د «مارهم» له شاهي هوايي اډې والوتلې او د قبرس په شاهي هوايي اډه «آکروتیري» کې ځای پر ځای شوې دي.

ټایمز لیکي چې دا الوتکې به د دې لپاره چمتو وي چې که په سیمه کې وضعیت لا پسې خراب شي، د آکروتیري هوايي اډې دفاع وکړي.

د راپور پر بنسټ، یادې اف–۳۵ الوتکې به له هغو تایفون جنګي الوتکو سره یوځای شي چې دا مهال د عراق او سوریې پر فضا د څار او ماموریتونو ترسره کولو لپاره کارول کېږي.

تلګراف:روسیې په پټه ۲.۵ میلیارده ډالر نغدې پیسې ایران ته لېږلي

0

د بریتانیا تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پر ایران د امریکا د بندیزونو سره هم‌مهاله روسیې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالر نغدې پیسې ایران ته په پټه لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د روسیې یوه دولتي بانک د بندیزونو د بیا پلي کېدو څو ورځې وروسته د ایران پر لور د نغدو پیسو سترو محمولو لېږد پیل کړ، چې په څلورو میاشتو کې د ۳۴ جلا محمولو په شکل روان و.

د ټلګراف په وینا، لومړنۍ محموله د اګست پر ۱۳مه، ۱۱۰ کیلوګرامه نغدې پیسې وې، او ټولې محمولې په تهران کې د ایران مرکزي بانک ته ورسېدې.

تلګراف وايي، دا پټه مالي همکاري د مسکو او تهران د ژورو اړیکو نښه ده او د ایران د حکومت د مالي جریان د ساتلو لپاره ترسره شوې ده.

اټلانټیک:بشار الاسد پر جنسي اړیکو او ویډیويي لوبو روږدی و

0

اټلانټیک نشریې د لسګونو درباریانو او پوځي افسرانو له قوله راپور ورکړی چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد پر جنسي اړیکو او ویډیويي لوبو روږدی و او که نوموړی دومره لجوج او ځان‌غوښتونکی نه وای، ښايي په تېرو کلونو کې یې خپل حکومت ژغورلی وای.

راپور زیاتوي چې د سیمې هېوادونه د اسد د ناڅاپي سقوط غوښتونکي نه وو او ان ځینو هېوادونو هغه ته د واک د خوندي انتقال وړاندیزونه کړي وو؛ خو نوموړي دغو وړاندیزونو ته ځواب ورنه کړ.

د راپور له مخې، بشار الاسد د دې تصور له امله چې باید له واکه لېرې شي، سخت غوسه کېده او واک پرېښودل یې شخصي ماتې بلله.

راپور زیاتوي چې بشار الاسد د واک پر مهال له واقعیتونو څخه لرې ژوند کاوه او ډېری مهمې پرېکړې یې د شخصي غوښتنو او احساساتو پر بنسټ کولې، نه د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت له درک سره سم.

یاده نشریه ټینګار کوي چې همدا رواني ځانګړتیاوې، ځان‌محوري او د بدیل لارو نه منل، د دې لامل شول چې اسد هغه فرصتونه له لاسه ورکړي چې ښايي د سوریې د بحران د کمېدو سبب شوي وای.

فنلنډ:په ۲۰۲۶ کال کې له ایرانه ۱۵۰ افغان کډوال منو

اروپايي رسنۍ راپور ورکوي چې فنلنډ په ۲۰۲۶ کال کې د کډوالو د منلو د خپل کلني پروګرام په چوکاټ کې له ایرانه د ۱۵۰ افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پلان لري.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د دغه هېواد د کډوالۍ د منظم سیاست برخه بلل کېږي.

د فنلنډي چارواکو په وینا، یاد هېواد هر کال تر ۵۰۰ پورې کډوال د بیا مېشتېدو له لارې مني، چې د بېلابېلو هېوادونو زیانمنو وګړو ته پکې لومړیتوب ورکول کېږي.

بل لور ته، د فنلنډ د کډوالۍ اداره اټکل کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د پناه غوښتنې د نویو دوسیو شمېر د ۱۵۰۰ او ۲،۵۰۰ ترمنځ وي، چې دا د تېرو کلونو له کچې سره نږدې شمېرل کېږي.

اروپايي ټولنه:افغانستان ته د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو پر طرحو غور کوو

اروپايي ټولنه د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د قضیو د بیا ارزونې پر بهیر غور کوي چې په اروپايي هېوادونو کې د اوسېدو قانوني شرایط نه پوره کوي.

د اروپايي سرچینو په وینا، دا بحثونه تر ډېره د کډوالۍ د مدیریت او د قانون د پلي کېدو په چوکاټ کې روان دي.

راپورونه څرګندوي چې د بروکسل تخنیکي ټیمونو له افغان لوري سره د معلوماتو د تبادلې او د احتمالي همغږۍ لپاره ابتدايي تماسونه نیولي، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی چې هر ډول ستنول باید د نړیوالو قوانینو، داوطلبانه اصل او د خوندیتوب تضمینونو ته په بشپړ درناوي ترسره شي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو په برخه کې، لا هم د جدي څار او اندېښنې وړ دی.

ډونالډ ټرمپ:که تهران هوکړې ته غاړه کېنښوده لکه وینزویلا “درنې پایلې” به ورته ولري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې واشنګټن د ایران سره د احتمالي هوکړې لپاره بېړه نه لري او چمتو دی چې اوږد انتظار وباسي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېتکاف او جېرډ کوشنر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کړې ده.

ټرمپ د یو خبریال د پوښتنې يه ځواب کې وویل: «موږ ډېر وخت لرو، لکه څنګه چې د وینزویلا په قضیه کې مو انتظار وباسه او عجله مو ونه کړه.»
د ایران سره خبرې “مثبتې” دي او دا ناسته یوازې لومړنی ګام و، خو د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به دواړه لوري بیا سره وګوري.

د هغه په وینا، ایران د هوکړې غوښتونکی دی، خو باید په عملي ډول دا اراده وښيي.

نوموړي خبرداری ورکړ، که تهران هوکړې ته غاړه کښېنږدي، نو “درنې پایلې” به ولري، خو زیاته یې کړه چې واشنګټن لا هم د ډیپلوماسۍ له لارې د موضوع د حل هڅه کوي او وروستۍ پرېکړه به د راتلونکو خبرو پر پایلو ولاړه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان کې خپلو اتباعو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه وکړه

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د اسلام‌اباد ښار څنډې ته په ترلایي کلان سیمه کې پر جومات د ځانمرګي برید له راپورونو وروسته، په پاکستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او امریکایي اتباع باید د سفر پر مهال سخت احتیاطي تدابیر مراعات کړي.

بیان کې راغلي، امریکایان دې له لویو عامه غونډو ځان وساتي، خپل شخصي امنیتي پلانونه دې بیا وارزوي، د حالاتو د بدلون لپاره دې ځایي رسنۍ تعقیب کړي او له غیر ضروري تګ راتګ دې ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اتباع دې ټیټ پروفایل وساتي، د پېژند اسناد دې له ځانه سره ولري او د اړتیا پر مهال دې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.