د بريټانيا لومړي وزير کییر سټارمر د امريکا او ايران ترمنځ د احتمالي هوکړې د پرمختګ هرکلی کړی او ويلي يې دي چې نړۍ د داسې تړون اړتیا لري چې شخړه پای ته ورسوي او د هرمز تنګي کې د بېقيد او شرط سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تضمين کړي.
سټارمر په خپله ایکس پاڼه ټينګار کړی چې ايران ته بايد هېڅکله د اټومي وسلې د جوړولو اجازه ورنه کړل شي.
نوموړي ويلي، د بريټانيا حکومت به د روان کړکېچ له اغېزو د برېتانوي وګړو د خونديتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د بريټانيا لومړي وزير زياته کړې چې لندن به له خپلو نړيوالو متحدينو سره په ګډه کار وکړي، څو له دې فرصته د اوږدمهالې ديپلوماټيکې هوکړې لپاره ګټه پورته شي.

