د برېتانیا د تاج څارنوالۍ اووه افغان وګړي د ماشومانو د جنسي تېري، جنسي استثمار، انساني قاچاق او د فریبکارو شبکو د غړیتوب په تور مجرمين ثابت کړي دي.
د نورفولک پولیسو ویلي، دغه کسان د انګلستان د نورویچ ښار او سکاټلنډ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، ۲۰ کلن جمیل خلیل د ۷ جنسي تېري پېښو، یو انساني قاچاق او د ماشومانو د جنسي استثمار د توطیې په تور تورن شوی.
۲۱ کلن احمد دین احمدزی د ۹ جنسي تېري پېښو، یو انساني قاچاق، د دوو ماشومانو د جنسي استثمار د توطیې او د عدالت د بهیر د ځنډولو په تور نیول شوی.
همداراز، ۲۰ کلن قیس کاکړ د څلورو جنسي تېري پېښو، یو انساني قاچاق، د دوو ماشومانو د جنسي استثمار د توطیې او د عدالت د بهیر د ځنډولو په تور تورن شوی.
۲۰ کلن فضل اوریاخېل د یوې جنسي تېري قضیې، ۲۳ کلن محمد فاروق شینواری د دوو جنسي تېري قضیو، ۲۱ کلن علي احمد د یوې جنسي تېري او درېیو انساني قاچاق قضیو، او ۲۰ کلن سید وحید داوودزی د څلورو د جنسي تېري او د ماشومانو د جنسي استثمار د توطیې په یوه قضیه کې تورن شوي دي.
برېتانوي چارواکي وایي، دغه جرمونه د ۲۰۲۳ کال د اګست او د ۲۰۲۵ کال د مې ترمنځ ترسره شوي او ټول تورن کسان اوس تر څېړنو لاندې دي.

