شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 129

سنتکام:شاوخوا لس زره سمندري او هوايي ځواکونه مو د ایران د بندرونو پر څار بوخت دي

0

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام اعلان کړی چې څه باندې لس زره سمندري او هوايي ځواکونه د ایران د بندرونو د څار او د بېړیو د تګ‌راتګ د محدودولو په عملیاتو بوخت دي.

د راپورونو له مخې، دا ځواکونه د جنګي بېړیو او الوتکو په ملاتړ هڅه کوي چې د ایران بندرونو ته د داخلېدونکو او وتونکو کښتیو حرکت کنټرول کړي.

دا اقدام د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهالي اوربند سره هممهاله ترسره شوی دی.

د ډونالډ ټرمپ له خوا تر دې وړاندې د هرمز تنګي د سمندري کلابندۍ ګواښ هم شوی و، چې نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

په همدې حال کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان دا اقدام خطرناک او غیرمسوولانه بللی دی.

انتونیو ګوتریش:د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند ساتنه او د مذاکراتو بیا پیل اړین دی

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د ایران او امریکا ترمنځ د جدي مذاکراتو د بیا پیل او د اوربند د ساتلو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي چې له ایران سره د خبرو د بیا پیل احتمال شته او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي پر ځای باید دیپلوماسي او نړیوال قوانین مراعات شي.

هغه زیاته کړې چې په هرمز تنګي کې د نړیوالو کښتۍ تګ راتګ حقونه باید خوندي پاتې شي.

ګوتریش د اسرائیل او لبنان ترمنځ د خبرو په اړه ویلي چې که څه هم د سمدستي حل تمه نه کېږي، خو د بدلون لپاره زمینه برابرول مهم دي.

ډونالډ ټرمپ:ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې، ښایي دوو ورځو کې بیا اسلام آباد کې پیل شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهمې خبرې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې بیا پیل شي.

ټرمپ له «نیویارک پوسټ» سره په مرکه کې وویل، واشنګټن چمتو دی چې یو ځل بیا پاکستان ته د خبرو لپاره ولاړ شي، او ټینګار یې وکړ چې د پرمختګ نښې لیدل کېږي.

هغه د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر، رول وستایه او ویې ویل چې نوموړي د خبرو د تنظیم او پرمخ بیولو لپاره «فوق‌العاده هڅې» کړې دي.

فاطمه مهاجراني:پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له امله ۲۷۰میلیارده ډالره زیان اووښتی

0

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، چې پر دغه هېواد د امریکا او اسراییل د وروستیو بریدونو له امله اوښتي زیانونه، د لومړنیو ارزونو له مخې، شاوخوا ۲۷۰ میلیارده ډالره اټکل شوي دي.

مهاجراني له روسي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د جګړې د تاوان موضوع د ایران د مذاکراتي ټیم له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او دا مسئله د اسلام‌اباد په خبرو کې هم تعقیب شوې ده.

هغې پرته له دې چې دقیق جزیات وړاندې کړي، وویل: «زیانونه عموماً په څو برخو کې ارزول کېږي، خو تر دې مهاله د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د ایران تاوان شاوخوا ۲۷۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.»

ایټالیا؛له اسراییل سره دفاعي تړون وځنډاوه

0

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني اعلان کړی چې هېواد یې له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ تړون موقتي ځنډولی دی.

ملوني د ورونا ښار په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت یې پرېکړه کړې چې د اسراییل سره د ۲۰۰۳ کال دفاعي تړون نور په اوتومات ډول تمدید نه کړي.

نوموړې زیاته کړه چې دا اقدام د «اوسني وضعیت» په پام کې نیولو سره ترسره شوی دی.

دغه تړون چې هر پنځه کاله وروسته په اوتومات ډول نوی کېده، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پوځي تجهیزاتو تبادله او تخنیکي همکارۍ تنظیمولې.

همدا رنګه، تېره اوونۍ د اسراییل دفاعي ځواکونو د لبنان پلازمېنې بیروت ته نږدې د ایټالوي سوله ساتو پر کاروان د خبرداري ډزې وکړې؛که څه هم په پېښه کې چا ته زیان ونه رسېد، خو روم دا اقدام «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» وباله.

له بلې خوا، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د یادې پېښې وروسته څو ځله د اسراییل سفیر ورغوښتی او د وضاحت غوښتنه یې کړې ده.

واشنګټن:خپلې سرې کرښې مو ایران ته روښانه کړې دي، اوس نو د تهران وار دی

0

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس ویلي، واشنګټن د منځني ختیځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په روانو خبرو کې خپلې اساسي غوښتنې ایران ته په واضح ډول وړاندې کړې دي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې که څه هم خبرې له ستونزو خالي نه وې، خو د پام وړ پرمختګ هم شوی دی.

هغه زیاته کړه چې اوس د ایران پرېکړه مهمه ده، او تمه کېږي چې تهران به د کړکېچ د کمولو لپاره عملي ګام پورته کړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:د ایران افراطي حکومت د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي؛ خو موږ به اجازه ورنکړو

0

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر گیدئون سعار د چک جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي چې ایران د هغه څه مشري کوي چې نوموړي د شر محور بللی دی.

هغه زیاته کړه: «د نړۍ تر ټولو افراطي حکومت هڅه کوي چې تر ټولو خطرناکه وسله، یعنې اټومي وسله ترلاسه کړي.»

سعار وویل چې ایران د اسرائیل پر شاوخوا د خپلو نیابتي ډلو یوه کړۍ جوړه کړې، چې پکې حزب‌الله په لبنان کې، حماس په غزه کې او حوثیان په یمن کې شامل دي.

هغه همداراز ویلي چې کلونه کلونه نړیوالې ټولنې ایران ته اجازه ورکړې چې خپلې وړتیاوې لوړې کړي، په داسې حال کې چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي هڅې روانې وې.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دوی له هغو هڅو ملاتړ کوي چې هدف یې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی، او ویلي چې دا کار د دیپلوماتیکو لارو له لارې هم تعقیبېږي.

ذبیح الله مجاهد:د ملګرو ملتونو بندیزونه بې‌ګټې او د افغانانو پر ضد دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د بندیزونو د نوملړ د تازه کېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول بندیزونه له پیله بې‌ګټې دي.

مجاهد ټینګار کړی چې د بندیزونو لګول نه یوازې اغېزناک نه دي، بلکې د ده په وینا دا یو ډول ظلم دی چې د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کوي.

هغه زیاته کړې چې کله د یوه ارګان مشران تر بندیزونو لاندې وي، نو د هماغه ارګان چارې اغېزمنېږي او په پایله کې عام خلک هم زیان ویني.

نوموړي ویلي چې دوی غواړي د تفاهم او تعامل لپاره زمینه برابره شي او نړیوال بنسټونه باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي، نه دا چې د سیاسي فشار وسیله وګرځي.

د امریکا د انرژۍ وزیر:په هرمز تنګي کې د کښتیو پر تګ راتګ د محدویتونو له امله د نفتو بیې د لوړیدو په حال کې دي

0

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي د تګ راتګ محدودیتونه به د نفتو بیې په راتلونکو اونیو کې اوج ته ورسوي.

نوموړي ویلي، تر هغو چې سمندري تګ راتګ عادي نه شي، د انرژۍ بازار به د فشار لاندې پاتې وي.

همداراز، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې د نفتو او پټرولو لوړې بیې ښايي میاشتې دوام وکړي، خو په ورته وخت کې د وینزویلا د تولید زیاتوالی د بازار په توازن کې یو مهم فکتور بلل کېږي.

هند:افغانستان ته مو د نري رنځ پر وړاندې د معافیت لپاره ۱۳ټنه واکسینونه او طبي مرستې ولېږلې

د هند حکومت د افغانستان د ماشومانو د معافیت پروګرام د پیاوړتیا لپاره د نري رنځ (TB) پر وړاندې ۱۳ ټنه BCG واکسینونه او اړوند وچ طبي مواد د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د دوامدارې بشري همکارۍ یوه برخه ده او موخه یې د ماشومانو د ژوند ژغورل او د ساري ناروغیو مخنیوی دی.