پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 123

سویډن:د طالبانو د ملاتړ له امله د یو افغان ښوونکی دنده ځنډول شوې

د سویډن د مالمو ښار د یو افغان ښوونکي دنده، وروسته له هغه وځنډول شوه چې په رسنیو کې یې د طالبانو ښکاره ملاتړ کاوه.

د سویډني رسنیو د راپور له مخې، دغه ښوونکی چې هویت یې نه دی څرګند شوی، په مالمو کې په څو ابتدایي ښوونځیو کې تدریس کاوه او څو ځله یې په افغان رسنیو کې سیاسي بحثونو کې د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کړې دي.

د مالمو د ښوونځیو مسؤلینو ویلي، که دا ډول نظرونه زده‌کوونکو ته انتقال شي، «په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي».

چارواکو اعلان کړی چې دغه ښوونکی به د پلټنو تر پای پورې د تعین شوي معاش سره سره دندې ته نشي ورتلای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد ډیپلوماټیکو استازولیو په ځانګړي ډول په پاکستان کې خپلو امریکايي اتباعو ته د ځینو سیمو د سفر او تګ راتګ په اړه خبرداری ورکړی دی.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ویلي چې په پاکستان کې د پراخو مذهبي مراسمو د ترسره کېدو له امله امنیتي تدابیر سخت شوي دی.

سفارت زیاته کړې چې د دغو مراسمو پر مهال د خلکو ګڼه ګوڼه، ډیر ترافیک، د تلاشي پوستو زیاتوالی او په ځینو سیمو کې د موبایل شبکو او انټرنېټ لنډمهاله اختلال هم رامنځته کېدای شي.

هممهاله، د امریکا قونسلګریو په لاهور او کراچۍ کې خپلې ټولې قونسلۍ چارې په موقتي ډول ځنډولي دي، خو په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت لا هم خپلو اتباعو ته خدمات وړاندې کوي.

په جلا پرمختګ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر په تازه سپارښتنه کې ویلي چې امریکايي اتباع باید ترکیې ته د سفر پر مهال هم زیات احتیاط وکړي.

د دې خبرداري لامل د ترهګریزو ګواښونو، وسلوالو نښتو او احتمالي خپل‌سري نیونو خطر بلل شوی دی.

دغه وزارت همداراز له امریکايي اتباعو غوښتي چې د ترکیې سوېل ختیځو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي له پیل وروسته په سیمه کې د توغندیزو بریدونو او امنیتي ګواښونو د زیاتېدو احتمال شته.

د وزارت په وینا، د مارچ په څلورمه د ناټو د هوايي دفاع سیستم یو ایراني بالستیک توغندی چې د ترکیې د هوايي حریم پر لور روان و، له منځه وړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو هغو اتباعو څخه چې د ترکیې په سوېل ختیځو سیمو کې ژوند کوي هم غوښتي چې ژر تر ژره له دغې سیمې ووځي.

د قطر لومړی وزیر:د افغانستان او پاکستان د کړکېچ حل یوازې د خبرو له لارې ممکن دی

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو د حل لپاره ډیپلوماسي او مستقیمې خبرې تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

هغه له سکای‌نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړې چې په ایران کې روانه جګړه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د قطر لومړي وزیر زیاته کړې چې قطر، ترکیې او سعودي عربستان مخکې هم هڅه کړې وه څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب له لارې کړکېچ راکم کړي؛ خو د هغه په وینا دې هڅې کومه روښانه پایله نه ده لرلې.

مارکو روبیو:د تهران رژیم د نړۍ تر ټولو ستر یرغمل نیوونکی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د «د امریکا د یرغمل شویو او ناعادلانه نیول شویو کسانو ورځې» په مناسبت د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې ویلي چې د یرغمل نیونې په برخه کې د نړۍ تر ټولو بد عامل د تهران د آیت‌الله‌ رژیم دی.

روبیو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ایران حکومت د ترهګرۍ له سترو ملاتړو څخه شمېرل کېږي او په نړۍ کې د یرغمل نیونې له بدنامو عاملانو څخه هم دی.

هغه ټینګار کړی چې امریکا به د ایران حکومت او هر هغه رژیم چې په ورته کړنو کې لاس لري، ځواب ویونکي وګرځوي او د دغو اقداماتو له امله به تر پوښتنې لاندې راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړېد چې د ایران د توغندیز ځواک او سمندري وړتیاوې ورځ تر بلې کمزورې کېږي، د وسلو فابریکې یې لږ فعالیت کوي او د توغندیو د توغولو وسایل هم محدود شوي دي.

ولادیمیر پوتین:د ایران نوي مذهبي مشر ته مبارکي وایم او ډاډ ورکوم چې روسیه یې ترڅنګ ولاړه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي ته د دغه مقام د ترلاسه کولو مبارکي ویلې او له تهران سره یې د مسکو د دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

د کرملین له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پوتین ویلي چې د ایران د ستر مذهبي مشر په توګه د مجتبی خامنه‌يي ټاکل کېدل مهمه پېښه ده او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې شي.

پوتین همداراز ټینګار کړی چې روسیه به د ایران تر څنګ ولاړه وي او له ایراني ملګرو سره به خپل پیوستون وساتي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې په اوسني حساس پړاو کې د ایران مشري ستر زغم او جرئت ته اړتیا لري او هیله یې څرګنده کړې چې نوی مشر به د خپل پلار لاره تعقیب کړي او د ستونزو پر وړاندې به د ایران خلک یو موټی وساتي.

د ترکیې دفاع وزارت:د ایران بالستیک توغندی د ناټو دفاعي سیسټم شنډ کړ

د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د ایران له لوري توغول شوی یو بالستیک توغندی د ختیځ مدیترانې سمندر کې د ناټو د هوايي دفاعي سیسټمونو له خوا شنډ شوی دی.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د یاد توغندي د مهماتو ځینې برخې د ترکیې په سوېل ختیځ کې لوېدلې دي، خو په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې یا ټپیانو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ترکیې دفاع وزارت ټینګار کړی چې د دې هېواد پر وړاندې د هر ډول ګواښ په صورت کې به بې له ځنډه ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

د هوا پېژندنې ریاست:سبا د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د واورې او باران احتمال موجود دی

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې د هېواد په شاوخوا ۲۳ ولایتونو کې به سبا د واورې، باران، تالندې او تېزو بادونو امکان موجود وي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، کابل، لغمان، کونړ، کاپیسا، پنجشیر، هرات، بادغیس او بدخشان د هغو ولایتونو له ډلې دي چې پکې د اورښتونو احتمال زیات ښودل شوی دی.

اسماعیل بقایي:پر اذربایجان، ترکیه او قبرس بریدونه د تهران له لوري نه دي شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پر جمهوري اذربایجان، ترکیه او قبرس ترسره شوي توغندي د ایران له خوا نه دي توغول شوي.

بقايي زیاته کړې: «موږ له سیمې هېوادونو غواړو چې اجازه ورنه کړي د دوی خاوره د امریکا لخوا ناوړه وکارول شي. دا غوښتنه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ده.»

هغه همداراز د امریکا سره د خبرو اترو په اړه ویلي: «موږ داسې شرایطو کې یو چې له دفاع پرته بل څه ځای نه لري.»

د بنګله‌دېش حکومت:د انرژۍ د سپما لپاره دولتي او خصوصي پوهنتونونه د موقت وخت لپاره بندوو

د بنګله‌دېش حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سپما لپاره به د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه په موقتي ډول وتړي.

چارواکو ویلي چې دا پرېکړه د نړیوالو سیاسي کړکېچونو او د سون توکو د بیو د لوړېدو له امله شوې ده، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د بنګله‌دېش د حکومت په وینا، د پوهنتونونو تړل به د برېښنا مصرف کم کړي او د ښارونو په سړکونو کې د تګ راتګ د کمېدو له لارې به د سون توکو ضایع کېدل هم راکم شي.

چارواکو زیاته کړې چې له دې پرېکړې سره به د پوهنتونونو د اختر رخصتۍ هم له ټاکلي وخت څخه مخکې پیل شي او دا تګلاره به له نن ورځې په ټول هېواد کې عملي شي.

ایران؛په اصفهان او شاوخوا ښارونو کې د سپاه پاسداران اړوند مرکزونه هدف ګرځېدلي

د راپورونو له مخې د اصفهان په بېلابېلو سیمو کې د دوشنبې په سهار سخت بریدونه شوي دي.

د ایران اینترنشنال د معلوماتو پر بنسټ، په سپاهان‌شهر سیمه کې د سپاه پاسداران اړوند د امیرالمومنین پوهنتون هدف ګرځول شوی دی.

راپورونه دا هم وایي چې د اصفهان اړوند څو نور ښارونه او سیمې لکه دولت‌آباد، ملک‌شهر، کاوه، شاهین‌شهر، زرین‌شهر، محمودآباد او نجف‌آباد هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې د ذوب‌آهن، فولاد مبارکه او د دفاعي صنعتونو له سیمو څخه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.