امریکایي رسنیو ويلي، افغان الاصله امریکايۍ سیاستواله او د کلیفورنیا ایالتي سناتوره عایشه وهاب د کلیفورنیا د ۱۴مې کانګرس حوزې د استازولۍ لپاره د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د لومړنیو پایلو له مخې، عایشه وهاب ۳۶ سلنه رایې ترلاسه کړې او د ډبلین پخوانۍ ښارواله ملیسا هرنانډیز د ۱۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم مقام خپل کړی دی.
عایشه وهاب، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کلیفورنیا د ایالتي سنا غړې ده او تر دې وړاندې یې د هایوارډ ښاروالۍ شورا کې هم دنده ترسره کړې ده.
نوموړې د کلیفورنیا د سنا لومړنۍ افغان الاصله او مسلمانه غړې بلل کېږي.
دغه ټاکنیزه سیالي وروسته له هغې رامنځته شوه چې د کانګرس پخواني غړي اېرېک سوالویل د جنسي ناسم چلند د تورونو له راپورته کېدو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه او د والي له ټاکنیزې مبارزې هم ووت.

