چهارشنبه, جون 3, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت: په ایټالیا کې د افغان...

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت: په ایټالیا کې د افغان کډوالو د وژل کېدو پېښه غندو

د طالبانو حکومت په ایټالیا کې د درې افغان کډوالو د وژل کېدو پېښه غندلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د ایټالیا د کوزنزا ولایت د امېندولارا په سیمه کې د درې افغان کډوالو د وژل کېدو پېښه زړه بوږنوونکې او غیرانساني بللې او د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

بلخي پرته له دې چې د پېښې د شکمنو کسانو هویت ته اشاره وکړي، د ایټالیا له حکومت غوښتي چې د پېښې په اړه هر اړخیزې، رڼې او دقیقې څېړنې ترسره کړي او عاملان یې عدالت ته وسپاري.

د راپورونو له مخې، درې افغان او یو پاکستانی کډوال په یوه موټر کې ژوندي سوځول شوي دي.

د دې پېښې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نیول شوي او ویل کېږي چې د کار او مزد د پیسو پر سر د رامنځته شوي اختلاف له امله دغه پېښه رامنځته شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here