سه شنبه, جولای 7, 2026
Home Blog Page 118

ايران:درېیم هېواد ته د یورانیمو د زېرمو د انتقال ادعا ناسمه ده

یوې باخبره ایراني سرچینې، چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي ته نږدې بلل شوې، د العربیه شبکې هغه راپور رد کړی چې ګواکې تهران د خپلو غني شویو یورانیمو د یوې برخې د لېږدولو لپاره درېیم هېواد ته موافقه کړې ده.

سرچینې د ايران فارس خبري اژانس ته ویلي چې د اټومي دوسیې اړوند موضوعات د روانو خبرو اترو د اوسني پړاو برخه نه دي او د دغو مسایلو څېړنه به د مذاکراتو راتلونکو مرحلو ته وځنډول شي.

نوموړې سرچینې زیاته کړې چې د یورانیمو د زېرمو د لېږد موضوع دا مهال د خبرو اترو په اجنډا کې نشته، او لومړی باید امریکایي لوری خپل مشخص او عملي اقدامات ترسره کړي او د ځینو اساسي موضوعاتو په اړه روښانه او وروستیو هوکړو ته ورسېږي.

سرچینې ټینګار کړی چې د ایران له خوا درېیم هېواد ته د غني شویو یورانیمو د یوې برخې د لېږد موافقې په اړه خپور شوی راپور ناسم او بې‌بنسټه دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن رويټرز راپور ورکړی و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې مسکو له تهران سره د نږدې اړیکو له امله د ایران د کړکېچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي او زیاته کړې وه چې روسیه چمتو ده د ایران غني شوي یورانیم انتقال کړي او د هرې هغې حل‌لارې ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

هند د پاکستان له لورې د ګلګت ـ بلتستان د ټاکنو مخالفت وکړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال د جون په اوومه نېټه په ګلګت ـ بلتستان کې د عمومي ټاکنو د ترسره کولو پلان لري، خو نوی ډیلی دغه سیمه د جمو، کشمیر او لداخ برخه ګڼي او د ټاکنو دا بهیر ردوي.

د خبرپاڼې له مخې، جمو، کشمیر، لداخ او ګلګت ـ بلتستان د ۱۹۴۷ز کال د الحاق پر بنسټ د هند نه بېلېدونکې برخې دي او پاکستان په دغو سیمو کې د هر ډول سیاسي بدلون حق نه لري.

هند همداراز ادعا کړې چې په یادو سیمو کې د بشري حقونو سرغړونې، سیاسي محدودیتونه او اقتصادي استحصال روان دی او د ټاکنو ترسره کول نه شي کولی دغه ستونزې پټې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هند د سیمې د وضعیت د بدلون لپاره د پاکستان هر ډول هڅه ردوي او پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی.

د ایران، چین او روسیې استازو؛د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له مشر سره لیدلي

د ایران، چین او روسیې سفیرانو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) له عمومي مشر رافایل ګروسي سره په جنیوا کې لیدنه کړې او د ادارې د راتلونکي د رئیسانو بورډ د غونډې پر اجنډا یې خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، دا درې واړه استازي — د ایران رضا نجفي، د چین لي سونګ او د روسیې میخایل اولیانوف — د هغو مهمو موضوعاتو بیاکتنه کړې چې تمه کېږي د بورډ په غونډه کې پرې بحث وشي.

د ایران اړوند دولتي رسنیو ویلي چې په دې ناسته کې د اټومي پروګرام او د IAEA د راتلونکو پرېکړو په اړه د غړو هېوادونو نظرونه هم شریک شول.

دغه لیدنه د راتلونکې غونډې د چمتووالي په چوکاټ کې ترسره شوې ده.

په کابل کې؛ د افغان پيلوټ د ښځې وژل کېدو د نړیوالو رسنیو پام ځان ته اړولی

دوه اوونۍ وړاندې د کابل په شهزاده سرای کې په یو هدفي برید کې یوه ملکي وګړې هم وژل شوې، په لومړیو کې ویل کېدل چې نوموړې ښځه د الله ګل مجاهد اینګور ده خو اوس د نړیوالو رسنیو راپورونو په ډاګه کړه چې هغه د افغانستان د پخواني حکومت د ځانګړې هوايي قطعې د پیلوټ وحیدالله وحدت مېرمنه وه.

ښاغلی وحدت په امریکا کې اوسیږي او د می په ۲۴مه یې مېرمن د شهزاده سرای د صرافۍ مارکېټ ته د پیسو را اخیستو لپاره تللې وه چې د الله ګل مجاهد د زوی د ترور په پېښه کې یاده مېرمن هم په نښه شوې او وژل شوې ده.

په افغانستان کې پاتې اولادونه یې ټول له ۱۳ کلونو کم دي، راپورونه وایي، د دوی د مور د وژل کېدو او د پلار د پوځي مخینې له امله د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي.

اوس د دغې کورنۍ کیسې د رسنیو او مدافع ډلو پام ځان ته را اړولی او ګڼ شمېر ملاتړي هڅه کوي د امریکا له حکومت د ځانګړي استثنايي اجازه‌ لیک ترلاسه کولو له لارې ماشومان له خپل پلار سره یوځای کړي.

د راپورونو له مخې، د ماشومانو د بیا یوځای کېدو غوښتنه د بشري دلایلو او د وحیدالله وحدت د پخوانیو خدماتو له امله مطرح شوې او لا هم د اړوندو ادارو تر ارزونې لاندې ده.

په همدې حال کې وحیدالله وحدت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له افغانستانه د خپلې الوتکې له ایستلو سره بهر ووتلو او د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره یې بېلابېلې دندې ترسره کولې. خو په داسې حال کې چې هغه د خپلې کورنۍ د بیا یوځای کېدو په تمه و، مېرمن یې په افغانستان کې د پیسو د ترلاسه کولو پر مهال د یوې تاوتریخجنې پېښې قرباني شوه او ووژل شوه.

د لبنان ولسمشر:ایران لبنان د معاملې د وسیلې په توګه کاروي

د لبنان ولسمشر جوزف عون د ایران پر ضد سختې څرګندونې کړې او له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې یې ویلي چې تهران لبنان د امریکا او اسرائیلو سره په خپل شخړه کې د چنې وهلو او معاملې کولو د وسیلې په توګه کاروي.

هغه ټینګار کړی چې لبنان به د سیمې د نورو هېوادونو د جګړو او سیاسي معاملو قرباني نه شي.

ولسمشر عون په وروستیو میاشتو کې څو ځله ویلي چې د لبنان د جګړې او سولې پرېکړه باید یوازې د لبنان د دولت په لاس کې وي او بهرني ځواکونه باید د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

یوناما: افغانستان له سختو اقلیمي ننګونو سره مخ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې دغه هېواد د اقلیم بدلون له امله له سختو او غیر اټکل کېدونکو طبیعي پېښو سره مخ دی.

یوناما د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان له سختې وچکالۍ تر ناڅاپي سېلابونو پورې له بېلابېلو اقلیمي ستونزو سره مخ دی چې کورونه، کروندې او د خلکو د عاید سرچینې زیانمنوي.

یاد سازمان ویلي، سره له دې چې اقلیمي بدلون د افغانانو پر ژوند پراخې اغېزې کړې دي، خو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک د ستونزو د حل او د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو لپاره هڅې کوي او بېلابېل نوښتونه یې پیل کړي دي.

یوناما د اقلیمي ننګونو پر وړاندې د ګډو هڅو او دوامداره حل لارو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مطیع الله ویسا؛ په فرانسه کې د ۲۰۲۶ کال د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه

په افغانستان کې د زده کړو د حقونو فعال مطیع الله وېسا پرون پنجشنبه د فرانسې په کان ښار کې په یو لړ مراسمو کې د ۲۰۲۶ کال د آزادۍ جایره ترلاسه کړه.

د آزادۍ جایزه هر کال په نړۍ کې د رایو په اکثریت هغه اشخاصو یا بنسټونو ته ورکول کیږي چې له بشري حقونو د دفاع او آزادۍ لپاره یې کار کړی وي.

مطیع الله وېسا سږکال په افغانستان کې په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو له حقونو د ملاتړ له امله څه موده وړاندې د ۲۰۲۶ کال د آزادۍ جایزې ګټونکی اعلان شو.

نوموړی له څو کالو راهیسې په افغانستان کې د زده کړو د حقونو لپاره او په ټوله کې زده کړو ته د نجونو او هلکانو د لاسرسي لپاره فعالیتونه کوي.

غمي ځدراڼ: د اتل شاپور ځدراڼ روغتیايي وضعیت نازک دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي غمي ځدراڼ ویلي چې د پخواني ملي اتل شاپور ځدراڼ روغتیايي وضعیت نازک شوی دی.

غمي ځدراڼ پر خپلې فېسبوک پاڼې له ټولو مینه والو غوښتي چې د جمعې په ورځ د شاپور ځدراڼ د روغتیا لپاره ځانګړې دعا وکړي.

هغه لیکلي: «کله ناکله یوازې یوه رښتینې دعا هم تقدیر بدلولای شي.»

شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د HLH (هیموفاګوسیټیک لمفو هستیوسایټوسس) په ناروغۍ اخته دی او دا مهال د هند په ډهلي ښار کې په یوه معتبر روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د راپورونو له مخې، په وروستیو ورځو کې د نوموړي روغتیايي وضعیت نور هم خراب شوی او اوس د جدي پاملرنې په ځانګړې څانګه (ICU) کې بستر دی.

د ایران؛ د کړکېچ له امله د هند اقتصاد هم له خطر سره مخ دی

د وال سټرېټ ژورنال د راپور له مخې، د هند مرکزي بانک د ایران روان کړکېچ له امله اقتصادي اندېښنو ته په پام سره، د پخوا په څېر د سود کچه په ۵.۲۵ سلنه ثابته ساتلې.

راپور وایي، د منځني ختیځ ناآرامیو د هند پر اقتصاد اغېز کړی، د روپۍ ارزښت یې کم شوی او د تېلو بیې لوړې شوې دي. له همدې امله د دغه هېواد مرکزي بانک د پر اقتصاد نور فشارونه هم زیات شي.

خو د هند مرکزي بانک ټینګار کړی چې اقتصادي بنسټونه لا هم پیاوړي دي، خو که د ایران کړکېچ او د انرژۍ د بیو بې ‌ثباتي دوام ومومي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د دوی پر اقتصاد نور فشارونه هم زیات شي.

د پاکستان او ایران د کورنیو چارو وزیرانو؛په بیشکک کې د امنیتي او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې کړې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره لیدلي.

د پاکستاني دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو لوریو په دې کتنه کې د ایران او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو تحولاتو، کورنیو امنیتي مسایلو او د کړکېچونو د کمولو لپاره پر روانو هڅو خبرې کړې.

دواړو وزیرانو د ایران او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو او خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او د سیمې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې د ګډو هڅو د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړې.

د راپور له مخې، د امنیتي ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره دوه اړخیزې همکارۍ او سیمه‌ییزه همغږي د دغو خبرو له مهمو محورونو څخه وو.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې محسن نقوي ښایي د اسلام‌اباد له لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب د هڅو په چوکاټ کې ایران ته هم سفر وکړي.