پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 118

د پاکستان سترې محکمې؛د عمران خان د بیړنۍ درملنې امر کړی

0

د پاکستان سترې محکمې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په تړاو د هغه د بیړنۍ طبي معاینې او درملنې امر کړی دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د محکمې له‌خوا ټاکل شوي وکیل سلمان صفدر یو مفصل اووه مخیز راپور وړاندې کړ او پکې یې ویلي، چې عمران خان د زندان د ادارې د بې‌پروايۍ له امله د ښي سترګې نږدې ټول لید له لاسه ورکړی او دا مهال یوازې ۱۵ سلنه لید لري.

د راپور له مخې، عمران خان له تېرو درې میاشتو راهیسې د سترګو د خراب لید شکایت کاوه، خو د زندان چارواکو یې د درملنې نه کولو سره، سره هغه سره د بې پروایۍ چلند کړی.

د د دولتي روغتون متخصصو ډاکټرانو د هغه ناروغي د سترګو د “مرکزي رګ بندښت” په نوم تشخیص کړی، چې د وینې د ټوټې کېدو له امله رامنځته کېږي او د سترګې د ړوندوالي د جدي زیان سبب ګرځي.

د پاکستان د سترې محکمې د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته د متخصصو ډاکټرانو یو طبي ټیم ټاکلی، څو د عمران خان بشپړه معاینه وکړي او حکم یې کړی، چې هغه دې له خپلو زامنو سره هم ټلیفوني اړیکه ونیسي.

بلخوا، د عمران خان تحریک انصاف ګوند، پاکستان د هغه پر وړاندې چلند تاوتریخجن بللی او ویلي یې دي که د خان روغتیا ته نور زیان واوړي، نو د اړوندو چارواکو پر ضد به قانوني اقدام وکړي.

عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی او د راپور له مخې، نږدې دوه نیم کاله یې په یوازېتوب کې تېر کړي.

اسلام آباد کې د طالبانو حکومت سفیر؛د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یونسیار پلاوي سره کتلي

اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) مشرې فلیپا کنډلر او ورسره د افغانستان لپاره د دې ادارې د بهرنیو اړیکو څانګې غړي چارلي ګوډلیک سره لیدلي.

یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې لیدنه کې ښاغلي شکیب یاد پلاوي ته ویلي، که څه هم د UNHCR مرستې د افغان مهاجرینو اړتیاوو ته په کتو کافي نه دي، خو د ستایلو وړ دي چې دا اداره په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزمن وضعیت له نژدې څاري او نړیوالو ته یې رسوي.

شکیب یاد پلاوي ته ویلي چې، په پاکستان کې د پاتې افغان مهاجرینو، محصلینو او نورو افغان اتباعو ستونزې جدي دي او نړیوالې مرستې باید زیاتې شي، څو د هغوی د ژوند شرایط ښه شي.

د خبرپاڼې له مخې, آغلې فلیپا کنډلر د مالي امکاناتو د کمښت یادونه کړې، او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري هڅه کوي تر خپلې وسې پورې له افغان مهاجرینو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

چارلي ګوډلیک بیا ویلي، چې د دوی اداره له ایران او پاکستان څخه ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پروګرامونه لري او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مرستې به د طالبانو له حکومت سره په همغږۍ کې همداسې روانې وساتل شي.

خیبر پښتونخوا؛په لکي مروت کې د نامعلومه وسله والو لخوا د کواډکوپټر ډرون په برید کې دوه پولیس سخت زخمیان شوي

0

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو لخوا د کوادکوپټر ډرون په برید کې لږ تر لږه دوه پولیس سخت ټپیان شوي دي.

د پولیسو له لوري په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې پېښه د امنیتي پوستې پر وړاندې رامنځته شوې ده.

په پاکستان کې د وسله والو لخوا پر پوځي مرکزونو د هوا له لارې د کواډکوپټر ډرون الوتکې بریدونه به بسیاري توګه زیاتې شوي چې دا ډول بریدونو د پاکستان حکومت ته یو نه حل کیدونکی سرخوږی جوړ کړی.

د طالبانو حکومت؛د ارغستان شنه نري سیمه کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو حکومت د ۲۰۵ البدر قول اردو خبر ورکړی چې، د پنځمي سرحدي محمد لواء د کشف او استخباراتو منسوبینو تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ د شنه نري کومالي سیمه کې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو قاچاق شنډ کړي دي.

د طالبانو حکومت د یادې قول اردو د مطبوعاتي دفتر په خبرتیا کې ویل شوي چې نیول شوې وسلې د پاکستان لور ته د قاچاق په حال کې وې چې پکې یو میل، امریکایي M4، یو میل کاناډایي کلکوف، دوه د ورځې دوربینان، دوه د شپې لیدنې لیزران، پنځوس عدده د کلاشینکوف دودکشان، ۱۴۳ عدده مختلف النوع د اسلحو پرزې شاملې وې.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې درې کسان هم نیول شوي او له قانوني تعقیب له مخې به مسؤلو ادارو ته معرفي شي.

حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته:تحریمونه ناکام سیاست دی، نه کومه معنا لري او نه هم مثبته پایله

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، پر افغانستان د تحریمونو او بندیزونو لګول تر دې وړاندې هېڅ مثبته پایله نه ده ورکړې او په راتلونکې کې به هم د چا په ګټه تمام نه شي.

نوموړي په ایکس پاڼه ویلي، چې د ناکامو حربو او تجربو بیا بیا تکرار منطقي نه دی او تحریمونه هغه سیاست دی چې یوازې ستونزې زیاتوي، نه دا چې حل لارې رامنځته کړي.

فطرت د چین او روسیې دریځ د ستاینې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې شته عیني پرمختګونه، امنیتي ثبات او روان واقعیتونه له هغو تحریمونو سره په ټکر کې دي چې کلونه وړاندې د بحراني شرایطو پر مهال وضع شوي او لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړې، افغانستان دا مهال د پرمختګ، امنیت او له بېلابېلو هېوادونو سره د تعامل په لور روان دی او اړتیا لري چې نړیواله ټولنه ورسره همکاري وکړي، نه دا چې هره ورځ پرې نوي بندیزونه ولګول شي یا پخواني تمدید شي.

نوموړي له لوېدیځو هېوادونو غوښتي، چې پر خپلو سیاستونو بیا له سره غور وکړي او له افغانستان سره د رغنده تعامل لاره خپله کړي.

بنګله‌دېش؛د طارق رحمان په مشرۍ ملتپال ګوند د ۲۱۲ څوکيو په اکثريت ټاکنې وګټلې

0

د بنګله‌دېش په تازه پارلماني ټاکنو کې د ملتپال ګوند “Bangladesh Nationalist Party (BNP)” په مشرۍ سیاسي ائتلاف پراخ اکثریت خپل کړ او دغه ګوند له نږدې دوو لسیزو وروسته بېرته د هېواد تر ټولو ځواکمن سياسي جریان وګرځېد.

په داسې حال کې چې جماعت اسلامي او شریکانو یې شاوخوا ۷۰ څوکۍ وګټلې، د ملتپال ګوند شمېرې د نوي حکومت لپاره پیاوړی اکثریت تضمینوي او د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو له مخې اعلان کړی چې BNP او متحدینو یې لږ تر لږه ۲۱۲ څوکۍ ترلاسه کړي.

د ګوند مشر طارق رحمان چې د پخوانۍ صدراعظمې خالده ضیاء زوی دی، له تېر ډسمبر وروسته له شاوخوا شلو کلونو جلاوطنۍ بېرته هېواد ته راستون شو او اوس د بنګله‌دېش د راتلونکي سیاسي لوري ټاکونکی بلل کېږي.

شنونکي وايي، دا ټاکنې د بنګله‌دېش په وروستیو کلونو کې تر ټولو واقعي سیالي وه، ځکه چې د شیخ حسینه د حکومت له ړنګېدو وروسته هېواد له پراخو اعتراضونو او اقتصادي ګډوډۍ سره مخ و.

که څه هم رسمي پایلې به څو ورځې وروسته اعلان شي او تر هغې مخکې نوی حکومت لوړه نشي کولای، خو د BNP بریا لا له اوسه د کور دننه او بهر د سیاسي ثبات لپاره یو مهم بدلون ګڼل کېږي.

شمالي وزیرستان؛د پل ترمیم کوونکي ټیم تر وسله وال برید لاندې راغلی

0

ځايي سرچینې وایي چې د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ، میرعلي سیمه کې سختې ډزې روانې دي.

راپورونه ښيي چې د یوه زیانمن شوي پل د ترمیم لپاره ورغلی ساختماني ټیم تر وسلوال برید لاندې راغلی دی.

ویل کېږي دغه پل مخکې د وسله‌والو له لوري الوځول شوی و.

د پېښې په اړه نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.

روسیه:د افغانستان–تاجکستان پر پوله وضعیت لا هم ترینګلی دی

د روسیې د امنیت شورا منشي، سرګي شویګو، ویلي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله وضعیت لا هم ترینګلی پاتې دی.

د هغه په وینا، له پولې څخه د ناقانونه اوښتو څو ځلې هڅې شوې چې ځینې وختونه یې د وسلوالو نښتو لامل هم ګرځېدلي دي.

شویګو د انترفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه مهم مسوولیت دی.

هغه زیاته کړې چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) له لوري د افغانستان–تاجکستان پولې د پیاوړتیا پروګرام عملي کېږي.

نوموړي همداراز اعلان کړی چې د روان کال په وروستیو کې به CSTO، د خپلواکو دولتونو ګډه ټولنه (CIS) او د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) ګډه غونډه وکړي څو د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیتي ننګونو ارزونه وکړي.

د پاکستان ستره محکمه:عمران خان د جدي ړوندوالي له خطر سره مخ شوی

0

د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې شوي راپور کې ویل شوي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د زندان پر مهال د سترګو له جدي ناروغۍ سره مخ شوی او دا مهال د ښۍ سترګې یوازې ۱۵ سلنه لید لري.

د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي وکیل سلمان صفدر د فبرورۍ په ۱۰مه له عمران خان سره دوه ساعته لیدنه کړې او د زندان وضعیت یې هم څېړلی دی.

نوموړي په اووه مخیز راپور کې ویلي، چې عمران خان له تېرو درې میاشتو راهیسې د لید خرابېدو شکایتونه کول، خو د زندان چارواکو ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د راپور له مخې، عمران خان د «Right Central Retinal Vein Occlusion» په ناروغۍ اخته شوی، چې د سترګې په رګ کې د وینې ټپ (clot) بلل کېږي او د دایمي ړوندتوب لامل کېدای شي.

صفدر ویلي، عمران خان ورته ویلي چې ناڅاپه یې د ښۍ سترګې لید په بشپړ ډول له لاسه ورکړی او د لید خرابېدو له امله سخت رواني فشار سره هم مخ دی.

سترې محکمې د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته امر کړی، چې د متخصصو ډاکترانو یو خپلواک طبي ټیم دې ژر تر ژره د عمران خان معاینه وکړي او همدارنګه دې هغه ته اجازه ورکړل شي چې له خپلو زامنو سره، چې په بریتانیا کې اوسي، ټلیفوني اړیکه ټینګه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان روغتیايي وضعیت ته جدي اندېښمن دي او خبرداری یې ورکړی، چې که د هغه روغتیا ته نور زیان ورسېږي، د اړوندو چارواکو پر ضد به قانوني اقدام وکړي.

عمران خان له اګست ۲۰۲۳ راهیسې په اډیاله زندان کې بندي دی او د راپور له مخې، شاوخوا دوه کاله او څلور میاشتې یې په عملي ډول یوازې‌توب (solitary confinement) کې تېرې کړې دي.

د سعودي عربستان د دفاع وزیر:ریاض د پاکستان سره ستراتیژیکې دفاعي اړیکې پیاوړې کوي

0

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، خالد بن سلمان، ویلي دي چې هېواد یې د پاکستان سره قوي او ستراتیژیکې دفاعي اړیکې لري.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د مشر، فیلډ مارشل عاصم منیر، سره د لیدنې پر مهال کړي.

خالد بن سلمان زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه په ګډه هڅې کوي څو د نړیوالې سولې او امنیت د خوندي کولو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي، او دا هڅې به د دواړو هېوادونو د ګډو ملي او سیمه‌ییزو ګټو په خدمت کې وي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې سعودي عربستان د پاکستان سره په دفاعي او ستراتیژیکو همکاریو کې ژمن دی او غواړي دغه اړیکې لا پیاوړې شي.