دوشنبه, اگست 17, 2026
Home Blog Page 1082

ضیاالحق امرخېل:جرګه کې د افغان نجونو د تعلیم غږ پورته کولو وښوده چې جرګه‌وال د ټول افغان ولس درد خپل درد ګڼي

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل د پښتون قومي جرګه یوه بریالی او د خلکو راټولېدنه یې پکې بې سارې بللې.

هغه ویلي، د ځایي خلکو لخوا د جرګې د بې شمیره ګډونوالو کوربتوب، هم د پوره ستاینې وړ دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د جرګې پرېکړې منطقي او د ولسونو اصلي غوښتنې وې.

ښاغلي امرخیل ویلي، جرګه کې د افغان نجونو د تعلیم غږ پورته کولو وښوده چې جرګه وال د ټول افغان ولس درد خپل درد ګڼي او هیله یې څرګنده کړې چې د دومره ډیرو خلکو لخوا په اخلاص راپورته شوی دا غږ واوریدل شي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت:په تدریجي ډول به په ټول افغانستان کې د ساه لرونکو پر عکس اخېستلو بندیز ولګېږي

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت وايي، په تدریجي ډول به په ټول افغانستان کې د ژوندیو شیانو پر تصویر بندیز ولګوي.

د یاد وزارت ویاند سیف خیبر ویلي، د ژوندیو شیانو تصویرونه په اسلام کې منع او دا د شرعیت خلاف کار دی.

د هغه په خبره، اوس مهال یوازې په یو شمېر ولایتونو کې پر رسنیو بندیز دی، چې د ژوندیو شیانو تصویرونه به نه اخلي او د وخت په تېرېدو سره به ټولو ولایتونو کې دا چاره عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف په نوي قانون کې راغلي وو، چې د ژوندیو یا روح لرونکو شیانو انځورونه اخیستل د اسلام خلاف عمل دی او باید ډډه ترې وشي.

زکیم خان:جرګه بریالۍ وه او پرېکړې به یې هم عملي کېږي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې او اطلاعاتو څانګي غړي زکیم خان وزیر ویلي، چې د خیبر په جرګه کې مهمې پرېکړې شوې او د عملي کېدو ډاډ یې ورکړی دی.

هغه ویلي، له کلونو وروسته افغانان د خپل قام او ښه راتلونکي لپاره پر یو سټیج راټول شوي دي.

نوموړي جرګه بریالۍ بللې او له خلکو یې غوښتي چې همدغه ډول په یووالي مخ ته لاړ شي.

تر یوولس کاله ځنډ وروسته؛د چین لومړی وزیر پاکستان ته ولاړ

0

پاکستان ته د شانګهای سازمان غړو هېوادونو استازي تللي دي.

په دغو کسانو کې د چین لومړی وزیر هم دی، چې تر یوولس کاله وروسته پاکستان ته سفر کوي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان په اسلام اباد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او هلته یې واک پوځ ته ورکړی.

بل لورته د طالبانو حکومت ته په دغه سازمان کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

بنو کې؛د پاکستاني پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

0

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی.

یو شمېر باوري سرچینې وایي، چې دغه برید لاهم روان دی.

تر اوسه په یاد برید کې د درې پولیسو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي.

د پولیسو چارواکي وايي چې په جګړه کې تراوسه درې بریدګر او درې پولیس وژل شوي دي.

اسرائیلو؛په یو هوایي برید کې ۱۴ فلسطینیان وژلي

0

د اسرائیل په هوایي برید کې ۱۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

دا برید نن سهار د غزې تړانګې د یوه روغتون پر انګړ شوی دی.

تر برید وروسته په هغه کمپ کې اور لګېدلی، چې بې ځایه شویو پکې پناه اخیستې وه.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، په پېښه کې تر شلو زیات کسان سوځېدلي؛ خو د دوی د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

هالنډ؛له ازبکستان سره د افغان کډوالو د منلو په اړه خبرې کوي

هالنډۍ رسنۍ NL Times تېره ورځ په یو راپور کې ویلي، چې د هالنډ حکومت پر دې کار کوي، ترڅو ازبکستان قانع کړي، چې په هالنډ کې رد شوي افغان کډوال په خپل کور کې ومني.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوس مهال هالنډي چارواکي پر دې غور کوي، چې څنګه ازبکستان ته قناعت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هالنډ د کډوالۍ وزیر ماریولین ویلي وو، چې په دې اړه له ازبکستان سره یوه هوکړه د لاسلیک کېدو په حال کې ده.

هالنډ پر داسې وخت کې یاد اقدام کوي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له یو شمېر اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو پر سر خبرې روانې دي.

خرم:پر ډېورنډ فرضي کرښه له پاسپورت پرته د تګ راتګ غوښتنه د ستاینې ده

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خُرم د قومي جرګې له لوري پر ډیورنډ کرښه د ازاد تګ راتګ غوښتنه ستایلې ده.

هغه ویلي، په دې جرګه کې د مظلومو پښتنو د حق او افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو غوښتنه د ستایلو ده.

د خرم په خبره، یادې جرګې ښوودلې، چې هلته ولس ژوندی دی او ښځې په کې فعاله ونډه لري.

نوموړي ویلي، دا لانه ده څرګنده، چې له پښتونخوا څخه به د پوځیانو د وتلو غوښتنه ومنل شي او که نه.

حامد کرزي؛د خیبر جرګه په سیمه کې د ستونزو اوارولو لپاره نیک اقدام بللی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خیبر کې د پښتنو قامي جرگې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې.

ښاغلي کرزي په خپلې ایکس‌پانې لیکلي، چې دا جرګه په سیمه کې د ستونزو د اوارولو لپاره نیک او اغیزمن گام دی.

هغه ویلي:” ددې قومي جرگې له پرېکړه لیکه خپل کلک ملاټړ اعلانوي او په خاصه ټوگه د جرگې د هغه غږ چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره وشو ستاینه او قدرداني کوي.”

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې دا جرگه یو ارزښتناک تاریخي دود دی او د ستونزو د حل لپاره موثره طریقه ده.

هغه دغه راز ویلي، چې د خیبر په جرگه کې د ښځو د پراخ گډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرگندوي چې په سېمه کې میشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي.

نوموړي د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د ددې جرگې د جوړولو لپاره د منظور پښتین له هڅو او د ولسونو له ګډون مننه کړې.

د امریکا پولیس:پر ډونالډ ټرمپ مو د درېیم احتمالي برید مخنیوی کړی

0

د امریکا پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو پر جمهوري غوښتونکي نوماند، ډونالډ ټرمپ یې د درېیم احتمالي برید مخنیوی کړی دی.

امریکايي رسنیو ویلي، چې پولیسو تېره ورځ په کلفورنیا کې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ته نږدې، یو ۴۹ کلن کس د جعلي اسنادو او د وسلې د جواز په درلودلو سره نیولی چې ښايي پر ټرمپ یې د برید اراده درلوده.

دا پیښه په داسې حال کې کیږي چې تر دې وړاندې هم په نوموړي دوه ځلې د برید هڅه شوې وه.