دوشنبه, اگست 17, 2026
Homeافغانستانهانا نیومن: طالبان نه بدلېږي، خو افغانستان باید د نړیوالې ټولنې له...

هانا نیومن: طالبان نه بدلېږي، خو افغانستان باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي

د اروپایي پارلمان غړې هانا نیومن وايي، د تېرو پنځو کلونو له تجربې ښکاري چې طالبان نه دي بدل شوي او اروپايي هېوادونه لا هم د افغانستان په اړه روښانه او ګډه ستراتیژي نه لري.

نوموړې ټینګار کوي چې د مرستو کمول باید د افغان ولس پر ملاتړ منفي اغېز ونه کړي. د هغې په وینا، له افغانستان سره د جرمني مرسته له ۲۰۲۲ کال راهیسې له ۱۸۷ میلیونو یورو شاوخوا ۵۰ میلیونو یورو ته راکمه شوې ده.

مېرمن نیومن وايي، د نړیوالې ټولنې مهمه دنده باید دا وي چې په افغانستان کې هغه بنسټونه او ظرفیتونه وساتي چې په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوي، څو د طالبانو له تګ وروسته د راتلونکي لپاره د یوه باثباته افغانستان د جوړولو زمینه له منځه ولاړه نه شي.

هغې د افغانستان ښځو او نجونو د زده‌کړو، ښځینه سوداګرو او مدني بنسټونو، خپلواکو رسنیو او د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

نوموړې خبرداری ورکوي چې د مرستو دوامداره کمښت به روغتیايي او ټولنیز خدمتونه کمزوري او د افغانانو بشري ستونزې لا پراخې کړي.

نیومن ټینګار کوي چې د افغانستان له خلکو ملاتړ باید د طالبانو له حکومت سره د سیاسي اړیکو له بحث جلا وساتل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here