سرچینې وایي، نن دوشنبه د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د «شمع هدایت» په نوم د یو خصوصي ښوونځي مخې ته چاودنه شوې چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنه د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې شوې او له پېښې وروسته یو شمېر امبولانسونه سیمې ته رسېدلي دي.
په ټولنیزو رسنیو هم له سیمې په خپرو شویو وېډیو ګانو کې د امبولانسونو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه لیدل کیږي.
تراوسه د چاودنې د څرنګوالي او اوښتې مرګژوبلې په اړه کره جزییات په لاس نشته خو ویل کیږي د خصوصي ښوونځي یو شمېر زده کوونکي ماشومان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

