د ایران پارلمان په لومړني پړاو کې هغه طرحه تصویب کړې چې له مخې یې له هغو رسنیو سره مرکې او اړیکې جرم ګڼل کېږي چې د ایران اسلامي جمهوریت یې «دښمنې» بولي، په ځانګړي ډول امریکايي او اسرائیلي رسنۍ.
د طرحې له مخې، له دغو رسنیو سره د مرکو یا بحثونو په صورت کې له شپږو میاشتو تر دوو کلونو د بند سزا وړاندیز شوې ده.
له نورو بهرنیو رسنیو سره مرکې هم باید د ایران د استخباراتو وزارت ته له خبر ورکولو او اجازې اخیستو وروسته ترسره شي.
دغه طرحه لومړی ماده په ماده څېړل کیږي او وروسته د قانون کېدو لپاره د ایران د اساسي قانون د ساتونکو شورا له ارزونې تېرېږي.

