دوشنبه, اگست 17, 2026
Homeافغانستاندایکنډي کې د ښځو لپاره ۱۱ شنې خونې جوړې شوي

دایکنډي کې د ښځو لپاره ۱۱ شنې خونې جوړې شوي

د دایکنډي په نیلي او شهرستان ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په ملاتړ او د سویلي کوریا د تمویل له لارې ۱۱ شنې خونې جوړې شوې دي چې د ښځو درې- ‌درې کسیزو ډلو ته یې د کرنې په برخه کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

په زویجک کې بیا ۲۵ ښځې په ګډه د لمریزې انرژۍ په وسیله د مېوو د وچولو یوه دستګاه اداره کوي.

د معلوماتو له مخې، د دې دستګاه په کارولو سره د مېوو او نورو محصولاتو کیفیت ښه شوی، ضایعات کم شوي او د ښځو د کورنیو عاید زیات شوی دی.

دا ډول نوښتونه د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او د هغوی د عایداتي سرچینو د پراختیا لپاره عملي کیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here