یکشنبه, اگست 16, 2026
Homeسیاستد غزې د سولې طرحه؛ اته هېوادونو د اسرائیلو پر دریځ نیوکه...

د غزې د سولې طرحه؛ اته هېوادونو د اسرائیلو پر دریځ نیوکه وکړه

د متحده عربي اماراتو، قطر، اردن، اندونیزیا، پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو د اسرائیلو له لوري د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۵ ماده‌ییزې سولې نقشې ردول غندلي دي.

دوی په ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د اسرائیلو دغه دریځ د سولې د پلان عملي کېدل له خطر سره مخ کوي او د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره ګډې هڅې کمزورې کوي.

د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، دغه نقشه د فلسطیني ډلو له خوا منل شوې او په کې د اسرائیلي ځواکونو وتل، د وسلو د له منځه وړلو بهیر، د نړیوال ثبات ساتونکي ځواک ځای پر ځای کېدل او د غزې بیا رغونه شامله ده.

دوی ټینګار کړی چې د اسرائیلو ردول د غزې او د اشغال شوې فلسطینۍ خاورې په نورو برخو کې د سولې د هڅو پر وړاندې خنډ جوړوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here