د امریکا په کالوراډو ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ـ متحده ایالاتو له لوري د «له آمو تر آباسینه: یو ملت، یو هدف» تر سرلیک لاندې ستره ملي غونډه جوړه شوه.
د غونډې تنظیموونکي وایي، په دې پروګرام کې ګڼو افغانانو ګډون وکړ او د ملي یووالي، ګډ هویت او د یوه موټي افغان ملت لپاره یې خپل غږ پورته کړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم غونډې ته وینا کړې او د ملي یووالي او ګډو موخو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
د غونډې ګډونوالو د افغانانو ترمنځ د یووالي او ملي شعور د پیاوړتیا غوښتنه کړې او دا پروګرام یې د ګډ هویت د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

