پنجشنبه, جولای 23, 2026
Home Blog Page 108

د ناټو مشر:روسیه په درېیو اونیو کې د افغانستان د لس کلنې جګړې هومره تلفات ویني

د ناټو سرمنشي مارک روته ویلي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې یوازې د درېیو اونیو په موده کې له ۳۰ زرو څخه تر ۳۵ زرو پورې پوځیان له لاسه ورکوي.

روته څرګنده کړې چې دا شمېر نږدې د هغو تلفاتو سره برابر دی چې پخواني شوروي اتحاد د افغانستان د لس کلنې جګړې پر مهال زغملې وې.

د هغه په وینا، هماغه جګړې د شوروي اتحاد د کمزوري کېدو او وروسته د ړنګېدو بهیر چټک کړی و.

د ناټو سرمنشي د اوکراین د ځان‌دفاع حق ته په اشارې ویلي چې اوکراین لا هم د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت کوي او د جګړې په ډګر کې د پام وړ فعالیت لري.

هغه زیاته کړې چې د اوسنیو ارزونو له مخې روسیه د جګړې په کرښو کې د پام وړ پرمختګ نه لري، په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه خپل دفاعي دریځ په اغېزناک ډول ساتي.

جی‌ډي ونس:د ایران نوی مشرتابه به د خبرو نه، بلکې د کړنو پر بنسټ ارزول کېږي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس ویلي، د ایران سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک یو مهم قوت دا دی چې د شعارونو او څرګندونو پر ځای پر عملي چلند او کړنو تمرکز کوي.

ونس د سي‌بي‌اېن نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د ایران نوی مشرتابه به د خپلو کړنو له مخې ارزول کېږي، نه د خپلو خبرو له مخې.

هغه زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر او د هغه اداره د هغو بې‌ګناه لاریون‌کوونکو د وژنې له امله سخت اندېښمن وو چې د پخواني حکومت د چارواکو له لوري ځپل شوي وو.

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې تر څو میاشتو وړاندې په واک کې وو، اوس نور واک نه لري، خو لا هم باید وکتل شي چې نوی مشرتابه له خلکو سره څنګه چلند کوي.

هغه ټینګار کړی چې د تفاهم لیک ارزښت په دې کې دی چې د ژمنو او خبرو پر ځای د لوریو پر واقعي چلند او عملي اقداماتو ولاړ دی.

ټرمپ او پزشکيان؛د جګړې د پای لپاره تفاهم لیک لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په برېښنايي ډول د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړی، چې موخه یې د امریکا او اسراییلو له لوري د ایران پر ضد د جګړې پای ته رسول دي.

امریکايي چارواکي وایي چې په دې هوکړه کې د ایران له لوري د اټومي وسلو د نه جوړولو او نه ترلاسه کولو ژمنه، په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای، او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو موافقه شامله ده.

بل لور ته، راپورونه ښيي چې اسراییلي ځواکونه لا هم په لبنان کې خپل پوځي عملیات روان ساتي، سره له دې چې لبنان د امریکا او ایران ترمنځ د یاد تفاهم لیک په چوکاټ کې یاد شوی دی.

په همدې حال کې، د حزب‌الله مشر نعیم قاسم دغه هوکړه لویه بریا بللې او ویلي یې دي چې د لبنان او اسراییلو ترمنځ راتلونکې خبرې اترې باید یوازې د متقابل امنیت پر موضوع متمرکزې وي.

موارد شامل در توافق نامه ایران و آمریکا

1: ایالات متحده و ایران، همراه با متحدان‌شان در جنگ جاری، با امضای این تفاهم‌نامه پایان فوری و دائمی تمامی عملیات‌های نظامی در همه جبهات، از جمله لبنان را اعلام می‌کنند و تعهد می‌سپارند که از این پس هیچ جنگ یا عملیات نظامی علیه یکدیگر آغاز نکنند و از تهدید یا استفاده از زور خودداری نمایند.

2: امریکا و ایران به حاکمیت ملی و تمامیت ارضی یکدیگر احترام گذاشته و از مداخله در امور داخلی همدیگر خودداری خواهند کرد.

3: دو طرف متعهد می‌شوند که حداکثر ظرف ۶۰ روز به یک توافق نهایی دست یابند.

4: امریکا فوراً روند رفع محاصره دریایی و تمامی محدودیت‌ها و موانع علیه ایران را آغاز می‌کند و این محاصره را ظرف ۳۰ روز به‌طور کامل پایان خواهد داد.

5: همچنین پس از توافق نهایی، نیروهای نظامی خود را ظرف ۳۰ روز از نزدیکی ایران خارج می‌کند.

6: ایران برای مدت ۶۰ روز عبور امن کشتی‌های تجاری را میان خلیج فارس و دریای عمان بدون دریافت هزینه تضمین می‌کند.

7: امریکا همراه با شرکای منطقه‌ای خود متعهد می‌شود که در چارچوب توافق نهایی، برنامه‌ای به ارزش حداقل ۳۰۰ میلیارد دالر برای بازسازی و توسعه اقتصادی ایران تهیه و اجرا کند.

8: امریکا متعهد می‌شود که تمامی تحریم‌ها علیه جمهوری اسلامی ایران، از جمله تحریم‌های شورای امنیت سازمان ملل، قطعنامه‌های شورای حکام آژانس بین‌المللی انرژی اتمی و تحریم‌های یک‌جانبه امریکا را طبق جدول زمانی مورد توافق لغو کند.

9: ایران بار دیگر تأکید می‌کند که به دنبال ساخت یا دستیابی به سلاح هسته‌ای نخواهد بود.

10: تا زمان دستیابی به توافق نهایی، دو طرف وضعیت موجود را حفظ خواهند کرد؛ ایران تغییری در برنامه هسته‌ای خود ایجاد نمی‌کند و امریکا نیز تحریم جدیدی وضع نکرده و نیروهای اضافی به منطقه اعزام نخواهد کرد.

11: امریکا بلافاصله پس از امضای این تفاهم‌نامه مجوزهای لازم برای صادرات نفت خام، محصولات نفتی و مشتقات ایران و نیز خدمات مرتبط مانند بانکداری، بیمه و حمل‌ونقل را صادر خواهد کرد.

12: امریکا متعهد می‌شود که دارایی‌ها و منابع مالی مسدودشده یا محدودشده ایران را برای استفاده آزاد سازد و دو طرف درباره شیوه آزادسازی این منابع در جریان
مذاکرات توافق خواهند کرد.

13: یک سازوکار نظارتی برای بررسی و نظارت بر اجرای این تفاهم‌نامه و توافق نهایی ایجاد خواهد شد.

14: پس از امضای تفاهم‌نامه و آغاز اجرای برخی از تعهدات اصلی، مذاکرات رسمی میان امریکا و ایران برای دستیابی به توافق نهایی آغاز می‌شود.

د ايران او امريکا؛د تفاهم‌ليک اصلي ټکي

  1. امریکا او ایران، او د روانې جګړې اړوند متحدین یې، د دې تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره د ټولو جبهاتو په کچه او د لبنان په ګډون د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلانوي. دواړه لوري ژمنه کوي چې له دې وروسته به د یو بل پر ضد جګړه، پوځي عملیات، د زور ګواښ یا د زور کارول نه کوي، او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته به درناوی کوي.
  2. امریکا او ایران به د یو بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي او د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
  3. دواړه هېوادونه ژمن دي چې په اعظمي توګه د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ موافقه ترلاسه کړي، چې د متقابل رضایت په صورت کې غځېدلی شي.
  4. امریکا به سمدستي د ایران پر وړاندې سمندري بندیزونه او خنډونه کمول پیل کړي او په ۳۰ ورځو کې به یې بشپړ پای ته ورسوي. همدارنګه، له وروستۍ موافقې ۳۰ ورځې وروسته به خپلې پوځي قوې د ایران له نږدې سیمو وباسي.
  5. ایران به د ۶۰ ورځو لپاره د فارس خلیج او عمان سمندر ترمنځ د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ بې له فیسه تضمین کړي. د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت په اړه به له عمان او نورو ساحلي هېوادونو سره خبرې اترې ترسره کړي.
  6. امریکا او سیمه‌ییز شریکان یې ژمنه کوي چې د وروستۍ موافقې د یوې برخې په توګه به د ایران د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیارده ډالرو پلان جوړ کړي.
  7. امریکا به د ایران پر ضد ټول بندیزونه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) او د امریکا لومړني او ثانوي بندیزونه، د یوې هوکړه شوې مهالوېش له مخې ختم کړي.
  8. ایران یو ځل بیا ټینګار کوي چې اټومي وسلې به نه جوړوي او نه به یې ترلاسه کوي. دواړه لوري به د غني شویو اټومي موادو د برخلیک په اړه د IAEA تر څار لاندې یوه موافقه شوې کړنلاره رامنځته کړي.
  9. تر وروستۍ موافقې پورې به اوسنی وضعیت وساتل شي. ایران به خپل اټومي پروګرام په اوسني حالت کې وساتي او امریکا به نوي بندیزونه نه لګوي او نه به اضافي پوځیان سیمې ته استوي.
  10. امریکا به د تفاهم لیک له لاسلیک سره سم د ایران د نفتو، نفتي محصولاتو او اړوندو خدماتو (بانکداري، بیمه، ترانسپورت او نور) لپاره لازم معافیتونه صادر کړي.
  11. امریکا به د ایران کنګل شوې یا محدودې شوې شتمنۍ د دې تفاهم لیک له عملي کېدو سره سم د استفادې لپاره ازادې کړي. دواړه لوري به د دغو پیسو د خوشې کولو پر کړنلارې خبرې وکړي.
  12. د تفاهم لیک او راتلونکې موافقې د پلي کېدو د څار لپاره به یو ځانګړی نظارتي میکانیزم جوړ شي.
  13. د تفاهم لیک له لاسلیک او د ځینو مهمو مادو له عملي کېدو وروسته به امریکا او ایران د وروستۍ موافقې لپاره رسمي مذاکرات پیل کړي.
  14. وروستۍ موافقه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک له لارې تأیید شي.

ډونالډ ټرمپ د طالبانو حکومت ته په اشارې:هغوی راته چاپلوسي کوي چې نظامي تجهیزات ترې وانخلم؛ خو زه یې ترې اخلم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې په کوربتوب د اووه صنعتي هېوادونو (G7) د سرمشریزې په څنډه کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې طالبان د واشنګټن د رضایت ترلاسه کولو لپاره امریکا ته «چاپلوسي» کوي.

ټرمپ، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د بهرنۍ پالیسۍ پر ناکامۍ یې نیوکې کولې، وویل د ۲۰۲۱ کال د وتلو پر مهال په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات پاتې شوي او واشنګټن کولای شي دغه وسایل بېرته ترلاسه کړي.

نوموړي د دې تجهیزاتو د بېرته ستنولو د څرنګوالي په اړه جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا باید د خپلو پاتې شتمنیو د اعادې لپاره اقدام وکړي.

د امریکا ولسمشر همداراز ادعا وکړه چې طالبان هڅه کوي د امریکا رضایت خپل کړي او له همدې امله د واشنګټن پر وړاندې نرم دریځ غوره کوي.

د یادونې وړ ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «شرموونکي» بللي او د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه یې کړې ده.

ایمل پسرلی:د افغانستان د ماتې اصلي لامل ناسم تصمیم و؛ د حشمت الله شاهدي د کپتانۍ د بدلون وخت رارسېدلی

د کرکټ چارو شنونکي او خبریال ایمل پسرلی د افغانستان د وروستۍ ماتې په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د لوبې د پیل پر مهال د بالینګ انتخاب د ماتې مهم لامل و.

ښاغلي پسرلي په یوه انتقادي لیکنه کې ویلي، سره له دې چې رحمت شاه ښه توپوهنه وکړه، خو ټاکل شوی هدف دومره لوی و چې ترلاسه کول یې نږدې ناممکن وو.

د هغه په وینا، د داسې ستر هدف تعقیبول د هرې لوبډلې لپاره ستونزمن کار دی.

ایمل پسرلي د لوبډلمشر حشمت الله شاهدي او روزنیز ټیم پرېکړه تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې په داسې پیچ او سخته ګرمي کې د لومړي بالینګ انتخاب د توجیه وړ نه و.

هغه پوښتنه کړې چې ایا د افغانستان توپوهنه دومره پیاوړې ده چې د لوړو هدفونو تعقیب د لوبډلې د قوت برخه وبلل شي.

پسرلي همداراز د کپتانۍ پر موضوع هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې شاهدي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر دی او اوس باید د مشرتابه د بدلون او نوي فکر د راوستلو په اړه جدي بحث وشي.

هغه د بېلګې په توګه یادونه کړې چې د هندوستان ملي لوبډلې د نړیوالو بریاوو سربېره هم د مشرتابه د بدلون جرئت کوي، او افغانستان هم باید د راتلونکي لپاره ورته ارزونه ترسره کړي.

پسرلي په خپله لیکنه کې د حشمت الله شاهدي لپاره د احتمالي بدیل نوم نه دی یاد کړی، خو د کرکټ مینه‌وال یې دې ته رابللي چې د راتلونکي کپتانۍ لپاره مناسبې څېرې مطرح کړي

پاکستان بازگشت ۳۰ شهروند ایرانی، از جمله خدمه نفتکش توقیف‌شده را تسهیل می‌کند

اسحاق دار، وزیر خارجه پاکستان، اعلام کرد این کشور روند بازگشت ۳۰ شهروند ایرانی به ایران را تسهیل خواهد کرد.

این افراد شامل ۲۲ خدمه نفتکش «داوینا» هستند که اوایل ماه جاری میلادی از سوی آمریکا در اقیانوس هند توقیف شده بود.

به گفته دار، هشت ماهیگیر ایرانی نیز که پس از به گل نشستن قایق‌شان در دریا توسط یک کشتی بریتانیایی نجات یافته بودند، در میان این افراد قرار دارند.

انتظار می‌رود همه این شهروندان در روزهای آینده از طریق شهر کراچی به ایران بازگردند.

وزیر خارجه پاکستان تأکید کرد که اسلام‌آباد در هماهنگی با مقام‌های ایران، آمریکا و بریتانیا برای انتقال امن و بازگشت سریع این افراد همکاری می‌کند و به تعهدات بشردوستانه خود در این زمینه پایبند است.

شفیقه خپلواک:وطن ته تګ او نه تګ باید د قضاوت او سیاسي تورونو معیار نه وي

افغانه لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک وايي چې د افغانستان له سیاسي بدلون وروسته د هېواد پرېښودو، پاتې کېدو او یا بېرته ورګرځېدو موضوع د خلکو د قضاوت او تورونو سبب ګرځېدلې ده.

آغلې خپلواک په یوه تازه لیکنه کې ویلي چې د نظام له سقوط وروسته ډېری افغانان د پاتې کېدو او وتلو له سخت انتخاب سره مخ وو.

د هغې په وینا، هغه کسان چې په هېواد کې پاتې شوي، کله ناکله د اوسني حکومت د ملاتړ په تور تورنېږي او هغه کسان چې بهر ته تللي، د تېښتې په نوم یادېږي.

نوموړې زیاتوي چې اوس هېواد ته د بېرته تګ موضوع هم ورته بڼه غوره کړې او ځینې کسان د ورتګ کوونکي په دې پوښتنه تر فشار لاندې راولي چې ولې ورته «خطر» نشته، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا جلاوطنه ژوند د قربانۍ په توګه وړاندې کوي.

شفیقه خپلواک ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېواد ته تګ یا نه تګ باید د خبرونو او سیاسي بحثونو اصلي موضوع نه وي.

د هغې په باور، په افغانستان کې اوسېدل یا ورته سفر کول په دې معنا نه دي چې څوک د واکمن نظام ملاتړی دی، او له هېواده بهر ژوند کول هم حتمي د مخالفت نښه نه ګڼل کېږي.

هغې یادونه کړې چې د هغو کسانو موضوع جلا ده چې د روان وضعیت د توجیه یا سپیناوي لپاره فعالیت کوي، خو د عامو افغانانو د تګ راتګ په اړه باید له عمومي قضاوت څخه ډډه وشي

ډونالډ ټرمپ:د ایران د نجونو پر ښوونځي برید قصدي نه و

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د نجونو پر یوه ښوونځي شوی برید په قصدي ډول نه دی ترسره شوی او د پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.

ټرمپ د اوو صنعتي هېوادونو (G7) د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې دوام لري او په جګړو کې کله ناکله تېروتنې هم رامنځته کېږي.

هغه ټینګار وکړ: «هیچا دا کار په قصدي ډول نه دی کړی.»

نوموړي دا هم ویلي چې د پېښې د مسئولیت په اړه وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوې او دی به د رسمي پلټنو پایلې ومني.

د یادونې وړ ده چې د ایران د نجونو پر ښوونځي د فبرورۍ میاشتې برید د ګڼو ماشومانو د مرګ او ټپي کېدو لامل شوی و او د پېښې د مسئولیت په اړه بېلابېل راپورونه او ادعاوې مطرح شوې دي، خو رسمي پلټنې لا بشپړې شوې نه دي.