جمعه, اکتوبر 9, 2026
Homeسیاستپزشکیان: له روسیې سره په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې اړیکې پراخوو

پزشکیان: له روسیې سره په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې اړیکې پراخوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هېواد یې غواړي له روسیې سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د دواړو هېوادونو د ګډې ستراتیژیکې نقشې له مخې نورې هم پراخې کړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان دا څرګندونې په ترکمنستان کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

نوموړي ویلي، د تهران او مسکو ترمنځ سوداګريزې، اقتصادي اړیکې او همغږي په مثبت ډول پر مخ ځي.

پزشکیان ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره مناسب فرصت برابروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here