د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هېواد یې غواړي له روسیې سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د دواړو هېوادونو د ګډې ستراتیژیکې نقشې له مخې نورې هم پراخې کړي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان دا څرګندونې په ترکمنستان کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته کړې دي.
نوموړي ویلي، د تهران او مسکو ترمنځ سوداګريزې، اقتصادي اړیکې او همغږي په مثبت ډول پر مخ ځي.
پزشکیان ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره مناسب فرصت برابروي.

