د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي اسیا د سولې په ټینګښت کې تاریخي رول لوبولی او د هغه مداخلې د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند په رامنځته کېدو کې مرسته کړې ده.
شریف په اېکس کې لیکلي، پاکستان مخکې هم د ټرمپ د ونډې د ستاینې لپاره نوموړی د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړی و او هیله لري چې د سیمې د سولې او د شخړو د مخنیوي لپاره د هغه هڅې دا ځل هم په پام کې شي.
هغه زیاته کړې، د ټرمپ په منځګړیتوب د هند او پاکستان رامنځته شوی اوربند لا هم پر خپل ځای دی.

