دوشنبه, سپتمبر 28, 2026
Homeامنیتد جګړې تر سیوري لاندې؛ د ایران ماشومان بېرته ښوونځیو ته ستانه...

د جګړې تر سیوري لاندې؛ د ایران ماشومان بېرته ښوونځیو ته ستانه شول

د ایران میلیونونه زده‌کوونکي د نوي ښوونیز کال له پیل سره بېرته ښوونځیو ته ستانه شوي، خو دا ځل د جګړې د اغېزو، ویجاړو شویو ټولګیو او رواني فشارونو تر سیوري لاندې.

الجزیرې راپور ورکړی چې له ۱۶ میلیونو ډېر ایراني زده‌کوونکي خپلو ښوونځیو ته تللي، خو په ځینو سیمو کې د جګړې له امله زیانمن شوي ښوونځي او د زده‌کوونکو رواني ستونزې د زده‌کړو پر بهیر اغېز کوي.

ایراني ښوونکي وايي، د ماشومانو د رواني حالت ملاتړ د ښوونیز کال له مهمو ننګونو دي.

راپورونه ښیي چې جګړې د ایراني کورنیو پر اقتصادي وضعیت هم اغېز کړی او ځینې کورنۍ د ښوونیزو توکو د برابرولو له ستونزو سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here