دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeامنیتاوکراین د بې پېلوټه الوتکو پراخو بریدونو د روسیې پر ټاکنو سیوری...

اوکراین د بې پېلوټه الوتکو پراخو بریدونو د روسیې پر ټاکنو سیوری وغوړاوه

پر مسکو د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو پراخو بریدونو د روسیې د پارلماني ټاکنو وروستۍ ورځ اغېزمنه کړه، په داسې حال کې چې لومړنۍ پایلې ښيي د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړی «متحده روسیه» ګوند (United Russia) د رایو په شمېر کې مخکښ دی.

د راپورونو له مخې، اوکرایني ځواکونو د ټاکنو په وروستۍ ورځ پر مسکو او شاوخوا سیمو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د روسیې چارواکو ویلي، په دغو بریدونو کې ځینې ودانۍ او د تېلو یوه فابریکه زیانمنه شوې او د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د روسیې د ټاکنو د کمېسیون د لومړنیو معلوماتو له مخې، «متحده روسیه» ګوند د رایو په لومړنیو شمېرنو کې نږدې ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

دا د اوکراین د جګړې له پیل وروسته د روسیې لومړنۍ پارلماني ټاکنې بلل کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه ټاکنې د جګړې پر وړاندې د خلکو د ملاتړ د ارزونې په توګه یادې کړې وې.

روسي چارواکو ویلي چې ټاکنې له امنیتي ستونزو سره سره ترسره شوې، خو د مخالفو ډلو ځینو غړو پر ټاکنیزې پروسې نیوکې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here