یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeافغانستاند افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري دوه میلیارده ډالرو ته نږدې شوې

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري دوه میلیارده ډالرو ته نږدې شوې

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې او پانګونه زیاته شوې ده.

د ازبکستان د صادرونکو اتحادیې مسؤلینو ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه له دوو میلیاردو ډالرو اوښتې ده.

د دغې اتحادیې رئیس یارقین ملک‌اوف په بلخ کې یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر و، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا رقم یو میلیارد او ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شو.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤول محمد ابراهیم غضنفر وايي، د سوداګرۍ پراختیا د توکو د بیو په کنټرول او د احتکار په مخنیوي کې مرسته کړې.

هم مهاله افغان سوداګرو هم ویلي چې د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د توکو د عرضې په زیاتېدو کې مرسته او اسانتیا رامنځته کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here