د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې او پانګونه زیاته شوې ده.
د ازبکستان د صادرونکو اتحادیې مسؤلینو ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه له دوو میلیاردو ډالرو اوښتې ده.
د دغې اتحادیې رئیس یارقین ملکاوف په بلخ کې یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر و، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا رقم یو میلیارد او ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شو.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤول محمد ابراهیم غضنفر وايي، د سوداګرۍ پراختیا د توکو د بیو په کنټرول او د احتکار په مخنیوي کې مرسته کړې.
هم مهاله افغان سوداګرو هم ویلي چې د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د توکو د عرضې په زیاتېدو کې مرسته او اسانتیا رامنځته کړي.

