د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چودري وايي، د اسلاماباد اختلاف له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره نه، بلکې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره دی.
چودري عربنیوز ته ویلي، د طالبانو حکومت ټولشموله نه دی او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.
د نوموړي په وینا، پاکستان له طالبانو یوازې یوه غوښتنه لري، هغه دا چې له افغان خاورې پر پاکستان د بریدونو مخه ونیسي.
هغه دا غوښتنه «ساده، منطقي او مشخصه» بللې او ویلي یې دي چې د همدې موضوع حل کول کولی شي د دواړو لورو ستونزې هوارې کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند خبرداری ورکړی چې که طالبان په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د حضور او فعالیت په اړه د اسلاماباد اندېښنو ته رسېدنه ونه کړي، پاکستان به د خپل دفاع لپاره «تر هرې کچې» اقدام وکړي.

