یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeافغانستاناحمد شریف چوهدري: زموږ ستونزه له طالب چارواکو سره ده؛ نه له...

احمد شریف چوهدري: زموږ ستونزه له طالب چارواکو سره ده؛ نه له افغان ولس سره

د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چودري وايي، د اسلام‌اباد اختلاف له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره نه، بلکې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره دی.

چودري عرب‌نیوز ته ویلي، د طالبانو حکومت ټول‌شموله نه دی او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.

د نوموړي په وینا، پاکستان له طالبانو یوازې یوه غوښتنه لري، هغه دا چې له افغان خاورې پر پاکستان د بریدونو مخه ونیسي.

هغه دا غوښتنه «ساده، منطقي او مشخصه» بللې او ویلي یې دي چې د همدې موضوع حل کول کولی شي د دواړو لورو ستونزې هوارې کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند خبرداری ورکړی چې که طالبان په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور او فعالیت په اړه د اسلام‌اباد اندېښنو ته رسېدنه ونه کړي، پاکستان به د خپل دفاع لپاره «تر هرې کچې» اقدام وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here