یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeسیاستایران: تمه نه لرو چې پاکستان به د امریکا پیغامونه راوړي

ایران: تمه نه لرو چې پاکستان به د امریکا پیغامونه راوړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه نه لري چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به تهران ته د خپل سفر پر مهال د امریکا کوم پیغام یا وړاندیز له ځانه سره راوړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، پاکستان د سیمې د یوه هېواد په توګه کولای شي د سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره فرصتونه برابر کړي، خو تر اوسه داسې کومه نښه نشته چې نقوي دې د امریکا له لوري کوم پیغام انتقال کړي.

بقایي زیاته کړې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سفر اصلي موخه د ایران او پاکستان ترمنځ د پخوانیو هوکړو تعقیب او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې دي.

ټاکل شوې چې نن محسن نقوي تهران ته په سفر کې له ایراني چارواکو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحثونه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here