د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه نه لري چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به تهران ته د خپل سفر پر مهال د امریکا کوم پیغام یا وړاندیز له ځانه سره راوړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، پاکستان د سیمې د یوه هېواد په توګه کولای شي د سیمهییزو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره فرصتونه برابر کړي، خو تر اوسه داسې کومه نښه نشته چې نقوي دې د امریکا له لوري کوم پیغام انتقال کړي.
بقایي زیاته کړې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سفر اصلي موخه د ایران او پاکستان ترمنځ د پخوانیو هوکړو تعقیب او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې دي.
ټاکل شوې چې نن محسن نقوي تهران ته په سفر کې له ایراني چارواکو سره د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسایلو په اړه بحثونه وکړي.

