د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، که پاکستان د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات ترسره کړي، نو د طالبانو حکومت به د افغانستان له حاکمیت دفاع وکړي.
مجاهد له العربیه انګلیسي سره په مرکه کې زیاته کړې، د افغانستان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او د ستونزو د حل لپاره باید د پوځي اقداماتو پر ځای خبرې اترې وشي.
هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان له عرضي تمامیت هر ډول نقض به «له قوي ځواب» سره مخ شي او ویلي یې دي چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د دوی مسؤلیت دی.
مجاهد په دې مرکه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د سعودي عربستان د منځګړیتوب یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې ریاض کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو په اسانتیا کې رول ولري.
هغه ویلي، د کابل دریځ دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، نه د پوځي فشار له لارې.
مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې اسلاماباد له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلهوال له افغان خاورې فعالیت کوي؛ خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا ادعا رد کړي او وايي پاکستان امنیتي ستونزې یې کورنۍ مسله ده.

